ایرانۍ فعالې غنچه قوامي د نه خوړو اعتصاب کړی

غنچه قوامي د انځور حقوق .
Image caption د قوامي مور سوزان مشتاقین بي بي سي ته ویلي، غنچه قوامي دا نیونه ناقانونه بللې ده، چې په وینا یې تر اوسه په هېڅ شي ملامته او محکومه شوې نه ده.

ځوانې ایرانۍـ بریتانوۍ فعالې غنچه قوامي، چې تهران کې له نژدې د نارینه وو د والیبال لوبې د کتلو تر هڅې وروسته ایران کې نیول شوې، د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

د قوامي مور سوزان مشتاقین بي بي سي ته ویلي، غنچه قوامي دا نیونه ناقانونه بللې ده، چې په وینا یې تر اوسه په هېڅ شي ملامته او محکومه شوې نه ده.

د نیول شوې وکیل ویلي، داسې اسناد لري چې موکله به یې په زندان کې ټیک یو کال تېروي، خو لا تر اوسه یې په حق کې رسمي حکم نه دی اعلان شوی.

۲۵ کلنه قوامي له لندن نه په حقوقو کې سند لري.

نوموړې یوه له هغو ښځو څخه ده، چې په تهران کې یې په تېر جولای کې ایران او ایټالیا ترمنځ د نارینه وو د والیبال لوبې د نژدې تماشا کولو هڅې کړې وې.

د انځور حقوق .
Image caption ۲۵ کلنه غنچه قوامي د ایراني تابعیت سربېره بریتانوی تابعیت هم لري.

غنچه تر نیول کېدا وروسته وهل شوې هم ده، بیا محاکمې ته وړاندې شوې، خو په تېر اکتوبر کې هغې د نه خوړو اعتصاب وکړ.

په ایران کې ښځو ته د نارینه وو د لوبو د نژدې تماشا اجازه نه شته.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د غنچې د نیول کېدا په اړه خواشیني ښوولې ده.

قوامي د بریتانیا د ایراني تابعیت سربېره، د بریتانیا تابعیت هم لري، خو ایران یې د بریتانیا تابعیت نه مني.

د نړیوال قانون پربنسټ، هېڅ کوم هېواد دا حق نه لري، چې په خپل پلرني هېواد کې د کوم بل هېواد رسمي دیپلوماتیک ملاتړ یې ساتنه وکړي.

ورته مطالب