عراق کې لسګونه کسان په ډله ييز ډول وژل شوي

Image caption دغه شمېرې تر اوسه په خپلواک ډول نه دي تاييد شوې

عراق کې د سنيانو د ېوې قبيلې مشر وايي، اوس د هغو کسانو شمېر تر ۰ ٥٠ اوښتى چې د اسلامي دولت اورپکو د انبار په ولايت کې وژلي دي.

اسلامي دولت د قبيلې دغه غړي د تېرې پنجشنې د ورځې راهيسې په ډله ييز ډول وژلي دي چې ښځي اوماشومان هم په کې شامل دي.

شيخ نعيم القعود بي بي سي ته ويلي، ملېشو د دوشنبې پر ورځ د راس الماء په کلي کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د البونېمر قبيلې له ۳۰ زيات غړي کتار درولي او بيا يې ويشتلي دي.

ښاغلي القعود ويلي، د دغې قبيلې ۲۰ نور غړي په يوه بله ولسوالۍ کې وژل شوي او له ۴۰ زيات جسدونه په يوه کوهي کې موندل شوي دي. دغه شمېرې تر اوسه په خپلواک ډول نه دي تاييد شوې خو د ۵۰۰ کسانو د وژل کیدو له شمېر څخه په کوته شوې شمیرې دي.

Image caption په دې قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو

اسلامي جنګياليو وروسته له هغه د دغې قبيلې له خلکو د غچ اخيستو اقدام وکړ چې په انبار ولایت کې يې د دوی د پرمختګ پر وړاندې مقاومت وکړ. د شیخ نعیم القعود له خوا بي بي سي ته ورکړل شوې وروستې شمېرې ښي چې په څومره پراخه کچه د اسلامي دولت ډلې له البونمر قبیلې نه د دوی پرضد د اودریدو په خاطر غچ اخیستی.

له تېر پنجشنبې راهیسې د نوموړې قبیلې غړي د اسلامي دولت ډلې له خوا په ډله ییزه توګه وژل شوي دي.

په دې قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

د اسلامي دولت ډلې په سوریې کې هم د هغې سني قبیلې غړي په ورته ډول په ډله ییزه توګه ووژل چې د دوی پروړاندې یې جګړه وکړه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د هغو کسانو شمېر تر ۰ ٥٠ اوښتى چې د اسلامي دولت اورپکو د انبار په ولايت کې وژلي دي

د اسلامي دولت ډلې له خوا دغو وروستیو وژنو داسې هیلې پیدا کړي چې ښايي سنیان له نوموړې ډلې کرکه کوي او د اسلامي دولت ډلې پرضد له ایتلاف سره یوځای شي.

ورته مطالب