"پاکستان د ګاونډیو پر خلاف اورپکي کاروي"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په رپوټ کې ویل شوي چې یو با ثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی

د امریکا د دفاع وزارت په یوه نوي رپوټ ادعا کړې چې پاکستان خپلو ګاونډیو هېوادونو افغانستان او پاکستان پر وړاندې سخت دریځې او اورپکې ډلې کاروي او دې کار یې د سیمې ثبات له خطر سره مخ کړی دی.

پېنټاګون د امریکا کانګرس ته په خپل شپږ میاشتني رپوټ کې ویلي چې پاکستان په افغانستان کې پراکسي وار او د اورپکو ډلو په جګړه کې له دې امله ځان ښکېل کړی چې د افغانستان په چارو کې خپل پخوانی اغېز ترلاسه کړي او هند کې سخت دریځې ډلې د هند پیاوړي پوځ پر وړاندې په ستراتيژيک ډول کاروي.

په رپوټ کې دا ویل شوي چې د پاکستان په خاوره کې پټ طالبان اوس هم مخامخ په افغانستان کې ښکېل او هلته جګړه کوي او همدا لامل دی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ دوه اړخیزه اړیکې تل له ستونزو او بې باورۍ سره مخامخ وي.

شپږ میاشتې وړاندې د پېنټاګان له لوري په وړاندې شوي رپوټ کې هم په پاکستان ورته تورونه لږېدلي و خو دا لومړی وار دی چې پاکستان د هند پوځ پر وړاندې د اورپکو ډلو په کارولو تورن شوی.

په واشنګټن کې د پاکستان سفارت له لوري تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویل شوي خو تر دې وړاندې چې هر کله په پاکستان دا ډول تورونه لږېدلي، په دې پلمه یې رد کړي چې په خپله یې هېواد د ترهګرۍ ښکار دی.

په رپوټ کې د هندوستان د لومړي وزیر نرېندرا مودي د لوړې مراسمو پر وخت د افغانستان په هرات ولایت کې د هند په قونسلۍ د برید خبره هم یاده شوې.

رپوټ کې ویل شوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان او امریکا تر منځ ګډه همکاری روانه ده او د تحریک طالبان پاکستان او بهرنیو اورپکو پر وړاندې د پاکستان پوځ یو څه بریالی هم دی.

رپوټ کې زیاته شوې چې پاکستان او افغانستان یو بل سره د اړیکو د لا ښه کولو هڅې هم کړي خو اسلام اباد او کابل لا هم یو بل ته د شک په سترګه ګوري.

په رپوټ کې ویل شوي چې یو با ثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی.

ورته مطالب