جاپان به د هستوي تاسیساتو کار بیا پیل کړي

د انځور حقوق b
Image caption د چاپاني چارواکي د پریکړې سربیره د هستوي تاسیساتو د کار د بيا پيلېدو په اړه لا هم اعتراضونه دوام لري

جاپان د دوو هستوي تاسیساتو کار چې د اتوم د ماتېدو په ترڅ کې برېښنا توليدوله څو کاله وځنډاوه خو تمه کېږي چې له سره به دغه هستوي تاسیسات فعاله کړي.

جاپان په ۲۰۱۱ کال کې د فوکوشيما په بټۍ کې له رامنځته شوې پېښې وروسته، د برېښنا توليد درولی و.

د فوکو شیما هستوي تاسیسات د یوې زورورې زلزلې او له دغې زلزلې وروسته د څونامي د يوې څپې له کبله ويجاړ شول او له هغه وروسته د پرتوزوا زياته اندازه وتل له دغې بټۍ پيل شول.

ټاکل شوې ده اتومي ريکتورونه د سندای په تاسيساتو کې لومړني ريکتورونه وي، چې له درې کلن ځنډ وروسته بېرته خپل فعاليت پيلوي.

د کاګوشیما ایالتي مشر یو ایچیرو ایتو ویلي، له پراخې مطالعې وروسته او په بېلا بېلو امکاناتو سره د سندای په تاسیساتو کې د اتومي انرژۍ د تولید د کار پیل سره یې هوکړه کړې ده.

د انځور حقوق b
Image caption يوه جاپاني چارواکي د هستوي تاسیساتو له بېرته فعالولو سره موافقه کړې

تمه ده د سندای تاسیساتو کار د امنیتي ځواکونو له ارزونې وروسته په راتلونکي زیږدیز کال کې له سره پیل شي.

د فوکو شیما له پېښې مخکې د جاپان ۳۰ سلنه برېښنايي اړتیا د هستې ماتېدو له کبله په ۴۸ تاسیساتو کې توليدې ده.

د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې د ټولو تړلو هستوي تاسیساتو د بیا پرانیستو غوښتنه کړې ده.