م،م: ایران په ځواب ویلو کې پاتې راغلی

د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې ویلي، ایران لا هم په دې اړه ځواب ویلو کې پاتې راغلی چې د اټومي وسلو په اړه یې څېړنې تر سره کړې که نه؟

خو دغې ادارې په خپل یوه پټ رپوټ کې چې بي بي سي کتلی ویلي، ایران د یورانیمو د بډای کولو په اړه د نړۍ له شپږو ځواکمنو هېوادونو سره خپلې کړې لنډمهالې ژمنې باندې ولاړ دی.

د ملګرو ملتونو د اټومي څار نړیواله اداره وايي د احتمالي پوځي مقاصدو لپاره د ایران د اتومي پروګرام په هکله په څیړنه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

دا خبره ښايي د نړۍ هغو شپږو هېوادونو ته چې له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه یې خبرې کوي له ایران سره کومې معاملې ته په رسېږدو کې ستونزې رامینځ ته کړي.

ځکه چې دغه هېوادونه اوس څه کم درې اونۍ وخت لري چې له یوې لسیزې راهیسې له تهران سره په ټپه ولاړ حالات ته د پای ټکی کېږدي.

خو د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې په رپوټ کې ویل شوي چې ایران هغه لومړنۍ معاملې ته ژمن دی چې له مخې یې خپل ډېر حساس اتومي چارې کموي.

تر دې وړاندې ایراني چارواکو ویلي وو چې له شپږو هېوادونو سره د یورانیمو د غني کولو په تړاو کومې څرګندې پرېکړې ته د رسېدو تمه نه لري.

څو ورځې وړاندې د ایران رسمي خبري اژانس د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي له خولې ویلي وو چې "هېڅ ډول پرېکړه ایران ته د یورانیمو د بډایه کولو حق نه ورکوي، او له دې سره به یې پرېکړه موږ ته د منلو وړ نه وي".

د ایران مرکچي ډلې دغه غړي دا شک هم ښوولی، چې د مرکچیانو ترمنځ د باور فضا نه شته او د خبرو د پرمختګ په مخ کې لوی خنډ همدا د باور نشتوالی دی.

مثبتې خبرې

د امریکا په ګډون د نړۍ شپږ ځواکمن هېوادونه هڅه کوي چې یوې لنډمهالې پرېکړې ته ورسېږي، چې په لړ کې یې ایران د یورانیمو د غني کولو چاره ودروي.

دوی وايي، که چېرې ایران دا کار وکړي، په مقابل کې به پرې بندیزونه نرم شي.

دواړو غاړو په دې وروستیو کې خبرې مثبتې بللې وې.

خو امریکا وايي، ایران ته به د اټومي هڅو د پیاوړتیا لپاره د خبرو پرمهال نور وخت ورنه کړل شي.

ایران ټنیګار کوي چې له خپل حق به تېر نه شي او اټومي هڅې یې د سوله ییزو مقاصدو لپاره دي.

ورته مطالب