"خواله رسنۍ د ترهګرو د فعالیت وسیله ګرځېدلې"

د انځور حقوق BBC World Service

د بریتانیې یوې استخباراتي ادارې ویلي، خواله رسنۍ لکه فیس بوک، ټویټر او واټزآپ د ترهګرو او جنایتکارو د فعالیتونو لپاره یوه وسیله ګرځېدلې.

رابرټ هانیګان، چې د بریتانیا د دولتي اړیکو د ادارې د مشر په توګه ټاکل شوی په دې برخه کې د کوټلو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې، چې له خواله رسنیو د ترهګرو لاس لنډ شي.

په دې اړه اندېښنې وروسته له هغه رابرسېره کېږي، چې په عراق او سوریه کې اسلامي دولت ډلې د خواله رسنیو له لارې یو شمېر خلک خپل لورته جذب کړل.

په افغانستان کې هم وسله وال طالبان له دغه ډول شبکو کار اخلي.

د بریتانیې د دغې استخباراتي ادارې مشر په یوه مقاله کې ویلي، چې د اسلامي دولت ډله له انټرنټ او په تېره له خواله رسنیو پراخه ګټه پورته کوي خو ستر نړیوال شرکتونه لکه مایکرسافټ، اپل او یاهو پر هغې سترګې پټې کړې دي.

رابرټ هانیګان له دغو شرکتونو غوښتي چې له استخباراتي ادارو سره پراخه همکاري وکړي. خو دغو شرکتونو د استخباراتي ادارو پر دې غوښتنې غوږ نه دی ګرولی.

د دغه بریتانوي چارواکي اندېښنه وروسته له هغه رابرسېره کېږي، چې ولېدل شول اسلامي دولت ډلې له خواله رسنیو په تېره د یوه بریتانوي خبریال د وژلو په قضیه کې په پراخه پيمانه ګټه پورته کړه.

د افغان دولت مخالفه وسله واله ډله هم له انټرنټ او خواله رسنیو په پراخه پیمانه کار اخلي او په دغې نړیواله شبکه کې په بېلابېلو نومونو ویب پاڼې لري، کله کله د د غې ډلې ویاندویان له خبریالانو سره د وایبر له لارې هم اړیکي نیسي.

سمیع الله موسی زي په خپل رپوټ کې د افغان چارواکو له خولې لیکي، هغه ویب پاڼې نه شي تړلی چې سرور یې په نورو هېوادونو کې وي خو کولی شي هغه ویب پاڼې فلټر کړي چې محتویات یې په افغانستان کې له منل شویو ارزښتونو سره په ټکر کې وي.

د افغانستان د مخابراتو په وزارت کې د انټرنیټې معلومات د امنیت رئيس زمریالی وفا وايي دغه اداره له شاخوا یو نیم کال راهیسې له انټرنیټي جرمونو سره د مقابلې لپاره جوړه شوې ، هغه وايي د دغه ډول ویب پاڼو فلټر کول د دوی دنده ده.

ښاغلی وفا وايي افغان دولت د سایبر/مجازي فضا قانون جوړوي چې پر مټ به یې په خواله رسنیو کې د جعلي اکاونټونو مخه ونیول شي.

د وسله والو او ترهګرو ډلو له خوا د انټرنت او خواله رسنیو د کارولو په اړه د امریکا د کورنیو چارو وزارت د تکنالوژۍ د امنیت یوه چارواکي ویلي له دې وروستیو دودیزه رسنۍ لکه راډیو او تلویزیون نه شي کولی چې د ترهګرو د پیغامونو سیالي وکړي ځکه دوی کولی شي له هرچا سره اړیکه ونیسي او له دې سره کېدای شي دوی په بېلابېلو هېوادونو کې خلک خپل لوري ته جذب کړي.

ورته مطالب