عمان د ایران او امریکا کوربه دی

Image caption سرچیني وايي چې د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنيي یو نيژدي سلاکار علي اکبر ولایتي هم ښايي د عمان په غونډه کې برخه واخلي.

په عمان کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د ایران، امریکا او اروپا د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ خبرې کېږي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په پام کې ده د روانې نوامبر میاشتې تر ۲۴ نیټې د نړۍ شپږ هېوادونه چې له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه په خبرو کې ښکیل دي له ایران سره یوه هر اړخیزه معامله وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په عمان کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر محمد جاوید ظریف او د اروپايي ټولنې له استازې کترین اشټن سره غونډه کوي.

ویل کېږي چې دغه چارواکي به په خبرو کې د یورانیمو د غني کولو په اړه د اختلافاتو د لري کولو او پر ایران د بندیزونو د نرمولو هڅه وکړي.

ایران د لویدیځ هغه ادعا ردوي چې ګواکې د اټومي وسلې د جوړولو هڅه کوي او تل ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې د سوله ییزو مقاصدو لپاره دی.

سرچینو بي بي سي ته ویلي چې ښايي د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنيي یو نیژدي سلاکار علي اکبر ولایتي هم د عمان په خبرو کې برخه واخلي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې پوره یو کال مخکې ایران د نړۍ له شپږو هېوادونو امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین سره موافقه وکړه چې د لویدیځ له خوا پر ایران د بندیزونو د نرمولو په صورت کې به د یورانیمو د غني کولو چارې محدودې کړي.

د ایران د ولسمشر په توګه د حسن روحاني تر ټاکل کېدو وروسته ایران ژمنه وکړه چې د بندیزونو د نرمولو په بدل کې به د ملګرو ملتونو د اټومي څار له ادارې سره لا ډېره همکاري وکړي.

که څه هم له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه یې په خبرو کې پرمختګ شوی خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي چې لا هم تشې شته.

له ایران سره په خبرو کې تر ټولو جدي موضوع دا ده چې ایران تر کومې کچې یورانیم غني کولای شي او څومره ژر به د لویدیځ له خوا پر ایران لګېدلي بندیزونه لري شي؟

ویل شوي چې د خبرو بهیر به د ملګرو ملتونو د اټومي څار د ادارې له خوا د یوه وروستي رپوټ له امله لا پیچلی شي.

په دغه رپوټ کې ویل شوي دي چې ایران په خپلو ځینو اتومي تاسیساتو کې د مشکوکو فعالیتونو په اړه پوښتنو ته په ځواب ویلو کې پاتی راغلی دی.

ورته مطالب