امريکايي الوتکو د اسلامي دولت اورپکو يو کاروان په نښه کړى

د انځور حقوق EPA

د امريکا د متحده ايالتونو پوځ وايي دا يتلافي ځواکونو الوتکو د عراق موصل ښارته نژدې د اسلامي دولت ډلې د مشرانو پر ېوې غونډې گوزارونه کړي دي.

د امريکا مرکزي قومانداني وويل د جمعې په ورځ ناوخته هوايي گوزار د موټرو يو کاروان په نښه کړ. خو د دې پخلى نه شي کولاى چې آيا د ډلې مشر ابوبکرال بغدادي هم په کې و او که نه.

د اسلامي دولت اورپکي د عراق او سوريې پر پراخو سيمو کنټرول لري، خو د اگست راهيسې د امريکا په مشرۍ د ايتلاف له لوري پرې په سلگونه هوايي گوزارونه شوي دي.

د بريتانيا د سلطنتي ځواکونو هوايي قوتونو هم عراق کې د هغوى پر مرکزونو گوزارونه کړي دي.

بغدادي يوازې د جولاى پرمياشت د موصل په يوه جومات کې څرگند شو.

په دې اړه د امريکايي پوځ په يوه اعلاميه کې راغلي دي چې دې هوايي بريد کې د اسلامي دولت لس لارې ويجاړې شوې دي چې دا پر اورپکو د زياتيدونکي فشار څرگندويي کوي.

د امريکا متحده ايالتونو،عراق، عرب او لويديځو هېوادونو د اسلامي دولت پرضد ايتلاف جوړ کړى دى.

د امريکا دفاع وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ،چې نور ١٥٠٠ امريکايي عسکر به عراق ته ولاړشي او له هغو ١٦٠٠ امريکايي پوځيانو سره يوځاى شي چې واردمخه هلته دي او د داعش په وړاندې جگړه کې د عراقي او کردي پوځيانو سره مرسته کوي.

عراقي حکومت د امريکا له دې پرېکړې هرکلى کړى دى.

ورته مطالب