نایجېریا: د ښوونځي چاودنې ۴۷ زده کوونکي وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption د پولیسو ویاند ایمانوېل اویوکوو بي بي سي ته ویلي چې په دغه برید کې د ۴۷ کسانو د وژل کېدو تر څنګ ۷۹ نور ټپیان شوي دي

د نایجېریا د شمال ختیځې سیمې پوټسکم په یوه ښوونځي کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۴۷ زده کوونکي وژلي او ۷۹ نور یې ټپیان کړي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا دغه چاودنه د هلکانو په ساینس او ټکنالوژۍ ښوونځي کې شوې.

پولیسو شک ښوولی چې د دغې چاودنې تر شا د سخت دریځې اسلامپالې ډلې بوکو حرام لاس دی.

دغې ډلې په تېرو پنځو کلونو کې ګڼ ښوونځي په نښه کړي چې په بریدونو کې یې زرګونه کسان وژل شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ ځانمرګي بریدګر د ښوونځي یونیفارم په تن کړی و.

د پولیسو ویاند ایمانوېل اویوکوو بي بي سي ته ویلي چې په دغه برید کې د ۴۷ کسانو د وژل کېدو تر څنګ ۷۹ نور ټپیان شوي دي.

ټپیان او مړي د پوټسکم سیمې مرکزي روغتون ته وړل شوي.

په نایجېریا کې د بي بي سي خبریال ول راس وايي چې د بریدونه بنسټیز لامل د امنیت نشتوالی دی.

نایجېریا له تېرو پنځو کلونو راهیسې د ناامنۍ، سخت دریځۍ او بریدونو ښکار ده او له امله یې زرګونه کسان وژل شوي او میلیونونه نور بې کوره شوي.

تېره اونۍ په همدې ښار کې په ورته چاودنه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل شول.

د چاودنې مسوولیت وروسته بیا د بوکوحرام ډلې په غاړه واخېست او اوس د نایجېریا امنیتي چارواکي د دغې چاودنې پړه هم پر بوکوحرام وراچوي.

د بوکوحرام سخت دریځې اسلامپالې ډلې په تېر څه وخت کې د دغه هېواد د شمال ختیځ ځینې کلي تر ولکې لاندې نیولي.

د نایجېریا حکومت له ۲۰۰۹ کال راهیسې د بوکوحرام کابو کولو او ماتولو هڅه کوي خو لا هم نه دی بریالی شوی.

ورته مطالب