د ايران او لوديځ ترمنځ خبرو کې لوى درز پیدا شوی

د انځور حقوق AFP

دامريکا ولسمشرباراک اوباما ويلي دي،چې لاهم د ايران او لويديځو هېوادونو ترمنځ د تهران د اټومي پروگرام پر محدودولو د موافقې په برخه کې لوى درز پرځاى پاتې دى.

هغه خبردارى ورکړچې ښايي ممکنه نه وي چې دا ډول يوه موافقه ترلاسه شي.

د امريکا او اروپايي اتحاديې پلاوي په عمان کې دي چې د موافقې د ضرب الاجل له مهاله وړاندې د دې درز د له منځه وړلو هڅه وکړي.

خبرې اترې سختې ښکارېدلې، جګپوړو استازیو، د متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزیرجان کېري، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د اروپايي اتحادیې مرکچي کترین اشتون د څه باندې ۵ ساعتو لپاره مخامخ سره کېناستل، په مینځ کې به کله کله راو وتل چې له خپلو پلاوو سره سلا مشورې وکړي.

نن به هم خبرې روانې وي، خو ولسشمر اوبا وویل د دوی تر منځ درز ښايي دومره ډېر لوی وي چې یوې معاملې باندې جوړېدل له لاسه وتلې خبره وي. نوموړي له یوهّ امریکايي ټلویزیون سره په مرکه کې دا خبره وکړه.

تر ټولو ډېرې سختې مسلې د ایران د یوارنیمو د بډایولو پروګرام څومره والی او پړاویزه توګه د بندیزونو لرې کول دي.

ښاغلي اوباما دا خبره بیا وکړه چې د سر لومړیتوب دا دی چې ایران د اټومي وسلې د جوړولو وړتیا تر لاسه نه شي کړی.

نظر دا دی چې د ایران د یوارنیمو د بډایولو په فعالیتونو کې د پام وړکموالی راشي، خو یوې لږې اندازې ته د ملکي مقصدونو لپاره اجازه ورکړي.

ایران وايي چې دا اندازه یې د اړتیاوو لپاره خورا ډېره لږ ده.

ښاغلي اوباما همدا راز دا ومنله چې متحده ایالتونو او ایران یو ګډ دښمن لري، د اسلامي دولت اورپکي. خو هغه وویل چې دوی د دغې ډلې پر ضد په جګړه کې له یواو بل سره کومه همکاري یا همغاړیتوب نه لري، او دا مسله له اټومي خبرو نه په بشپړه توګه جلا ده.

ورته مطالب