د شنډولو نابریاليو جراحي عملیاتو اته مېرمنې وژلې

د انځور حقوق Alok Putul
Image caption په هند کې له دې مخکې هم د شنډولو لپاره جراحي عملیات نابریالي شوي دي.

د هند چتیس ګړ ایالت کې د شنډولو ( عقم ) جراحۍ عملیاتو پر مهال اته مېرمنې وژلې شوې دي. دغه مېرمنې د حکومت له لوري یو طبي کمپ کې د عملیاتو پر مهال وژلې شوې دي.

دېرش نورې مېرمنې روغتون کې بستري شوې دي، چې د ډاکټرانو په وینا د یو شمېر دغو مېرمنو روغتیايي حالت اندېښمنونکی دی.

د شنډولو دغه عملیات د بېلاسپور سیمې په پنډاري کلي کې د شنبې په ورځ تر سره شوي، چې پکې د اتیاوو مېرمنو جراحي عملیات تر سره شوي دي.

چارواکو د عملیاتو پر مهال د غفلت تورونه رد کړي، خو کلیوال ادعا کوي، چې جراحي عملیات په خورا بېړه سره تر سره شوي دي.

د بېلاسپور سیمې عامې روغتیا ځايي مشر ډاکټر ار کي بهنګې، بي بي سي هندي ته ویلي، چې د مړینې لاملونه به د عدلي طب له پایلو وروسته معلومیږي. ایالتي حکومت د پېښې په اړه د څېړنو امر کړی دی.

د چتیس ګړ عامې روغیتا وزیر امر اګروال وايي: موږ د پېښې څېړنې لپاره یوه کمېټه جوړه کړې، موږ به د هغو کسانو پر ضد سخت اقدام وکړو، چې د دغې پېښې پړه پر غاړه لري، د اوس لپاره زموږ تمرکز پېښې کې د ژوندۍ پاتې مېرمنو روغتیا پالنې ته دی.

په هند کې له دې مخکې هم د شنډولو لپاره جراحي عملیات نابریالي شوي دي.

۲۰۱۲ کال کې بهار ایالت کې داسې درې کسان نیول شوي وو، چې د ۵۳ مېرمنو جراحي عملیات یې په دوو ساعتونو کې تر سره کړي وو.

هغو کسانو دغه جراحي عملیات په یوه کرونده کې د عملیات شویو مېرمنو له بیهوشه کولو پرته تر سره کړي وو.

داسې ادعاوې هم کېږي، چې د بیوزله کورنیو مېرمنو ته د شنډ کېدو عملیاتو بدل کې پېسې ورکولې کېږي.

د هند حکومت یو شمېر چارواکي د هېواد ډېرېدونکي نفوس په اړه اندېښمن دي او داسې احتمال څرګندیږي، چې د دغه هېواد نفوس به ۲۰۳۰ کال کې له چین نه هم ډېر شي.

چارواکي خلکو ته د کوچنیو کورنیو درلودو لارښوونې کوي.

په ډله ییزه توګه د نارینه وو او یا مېرمنو شنډولو لپاره کله ناکله د دغه هېواد په ځینو سیمو کې طبي کمپونه جوړیږي او په ځینو ایالتونو کې هغو جوړو ته امتیازات ورکول کېږي، چې په خپله خوښه شڼدتوب ته چمتو کېږي.

۱۹۷۰ کلونو کې په ملي کچه دغه ډول یو کمپاین له هغو شکایتونو وروسته لغو شو، چې وايي زرګونه نارینه او مېرمنې په زوره د شنډوالي جراحي عملیاتو ته اړ ایستل شوي وو.