د اوکراين دونېتڅک ښار درنو ډزو لړزولی دی

د انځور حقوق AP
Image caption په اوکراين کې کړکېچ وروسته له هغه زور واخيست چې د کريميا سيمه له اوکراين نه جلا او له روسيې سره يو ځای شوه

د اوکراين په ختيځ کې د دونېتڅک ښار درنو وسلو ډزو لړزولی او د ښار صنعتي سيمه روس پلوو بېلتونپالو ياغيانو نيولې ده.

د فرانسې د خبري اژانس د راپورونو له مخې د ډزو غږونه ټوله ورځ اورېدل کېدل، خو د چارشنبې ډزې په تېرو څو ورځو کې بې سارې وې.

دا روښانه، نه ده چې ډزې د کلابندو شويو حکومتي ځواکونو له لوري کېدې، که د ياغيانو او يا هم د دواړو له لوري.

دغه راز د ياغيانو تر ولکې لاندې د لوهانڅک ښار سره نژدې هم د جګړو راپورونه ورکړای شوي دي.

د اوکراين امنيتي ځواکونه وايي يو اوکراینی سرتېری هغه مهال ووژل شو او بل ټپي شو، چې د لوهانڅک په شمال کې ياغيانو د حکومتي ځواکونو پر سنګرونو ډزې وکړې.

له هغه راهيسې چې اوکرايني ځواکونه په اپريل کې له روسيې سره پر پوله په دوو سيمو کې د وسلوال اړودوړ کرارولو لپاره لاس په کار شول له ۴۰۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

د سپټمبر پر پنځمه په مېنسک کې د يوه نازک اوربند پر سر موافقه شوې چې له هغه راهيسې هم سلګونه کسان وژل شوي دي.

دونېڅک او لوهانڅک دوه هغه سيمې دي چې څو ورځې وړاندې يې له اوکراين نه د بېلېدو لپاره ټاکنې وکړې.

د اوکراين ولسمشر پېترو پورو شېنکو وويل دغه ټاکنې به په هېڅ ډول و نه مني او لويديځو هېوادونو هم دغه ټاکنې وغندلې.

په اوکراين کې کړکېچ وروسته له هغه زور واخيست چې د کريميا سيمه له اوکراين نه جلا او له روسيې سره يو ځای شوه.

ورته مطالب