چين او امريکا د زيان رسوونکو ګازونو پر کمولو هوکړه کړې

د انځور حقوق AP
Image caption د چین ولسمشر وویل که د دې ګازونو مخه ونه نیول شي نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به تر ټولو لوړې کچې ته ورسیږي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د هغه څه ستاینه وکړه چې ده د امریکا او چین ترمنځ د شين کوريزو ګازونو د کمولو په برخه کې تاریخي هوکړه وبلله.

په بیجنګ کې له کتنې وروسته هغه له خپل چینايي سیال شي جین پینګ سره په ګډه خبري غونډه کې تر ۲۰۱۵ کال پورې د دغو ګازونو د ۲۷ سلنې کمولو په اړه نوی مهالویش وټاکه.

د چین ولسمشر وویل که د دې ګازونو مخه ونه نیول شي نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به تر ټولو لوړې کچې ته ورسیږي.

دغه موافقه بيجنګ ته د ولسمشر اوباما د يوه رسمي سفر پر مهال شوې ده.

دا لومړی ځل دی چې د نړۍ د ډېر دود توليدونکی هېواد چين د شين کوريزو ګازونو د کمولو لپاره يوه دقيقه نېټه ټاکي.

دواړه هېوادونه په ګډه د نړۍ نژدې ۴۵ سلنه کاربن دای اکسايد توليدوي.

د چين ولسمشر شي جين پېنګ وويل: ''موږ په دې موافقه وکړه، چې د نړیوال اقليم د بدلون په اړه به په پاریس کې يوې موافقې ته ورسېږو''.

ولسمشر اوباما او ولسمشر شي جېن پېنګ په راتلونکې کې د ګډو همکاریو په اړه هم خبرې وکړې.

دغه همکاري به د دوه اړخیزې پانګونې د هوکړې، د پوځي اړیکو د پراخوالي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې د ګډ کار په اړه وي.

د دواړو لوریو ترمنځ لا هم ترینګلتیا شته په تیره د سوداګرۍ او د مجازي فضا د امنیت په برخو کې.

ورته مطالب