د نړۍ تر ټولو قيمتي ساعت وپلورل شو

هغه ساعت چې د نړۍ تر ټولو ستر هغه بلل کېږي د ٢١.٣ ميليونو ډالرو په بيسارې لوړې بېې جينوا کې وپلورل شو.

د سويس نوموتي ساعت جوړونکي پتېک فيلېپ پر ١٩٣٣ کال دغه ساعت نيويارک کې د بانک يوه خاوند ته جوړ کړچې ٢٤ بېل بېل کارونه کولاى شي.

دغه ساعت چي له ٢٤ قيراط سرو زرو جوړ شوی دی، نیم کیلو وزن لري او ۸ کاله یې پر طرحې او جوړولو ولګېدل.

دا په تاریخ کې تر ټولو پېچلی اوتر ټول ګران بیه ساعت دی.

دغه فوق العاده پېچلې ګړۍ چې ۹۰۰ خوځنده پرزې لرې، د وخت له ښودلو ور آخو خورا ډېرنورکارونه هم کوي.

یو ه دایمي کلیزیا جنتري لري، ښيي چې سپوږمۍ د څو شپو ده، داسمان يوه نقشه لري چې د شپې اسمان هغسې چې په منهاتن کې د کشر هانري ګرېفزله اپارتمان څخه ښکاري ښيي.

دا د نیویارک هغه بانک وال دی چې په غوښتنه یې دغه ساعت جوړ شوی و.

ساعت یې تر ۱۹۶۹پورې په کورنۍ کې پاتې شو، بیا یې یو څه وخت په موزیم کې تېر کړ، او وروسته په کال ۱۹۹۹ کې د قطر د سلطنتي کورنۍ پر یوهّ غړي شیخ الثاني باندې وپلورل شو. شیخ په دې ورستیو کې مړشو، او دغه نادوده ساعت او ډېرنور شیان چې هغه ټول کړي و، بېرته لیلام ته وروګرځېدل.

هغه کس چې تېره شپه یې دغه ساعت وپېرهّ نه دی نومول شوی، خو هرڅوک چې وي نورنو دا اړتیا نه لري چې د وخت پوښتنه وکړي.

دا فوق العاده ساعت لاهم ګرځي، او په ډېره ښه سویسي بڼه، او په بشپړه توګه دقیق دی.

ورته مطالب