لېبيا: د درېو فعالانو سرونه غوڅ شول

د انځور حقوق

لېبيا کې وروسته له هغه د هغو درې تنو ځوانو فعالانو سرونه غوڅ شول چې په ټولنيزو رسنيو کې يې د ختيځ ښار درنه د حالاتو رپوټونه خپاره کړل.

بنغازي ته نژدې پر دې ښار له ٢٠١٢ کال راهيسې اسلامپاله اورپکي ولکه لري.

دغه درې تنه فعالان د روانې مياشتې په سر کې تښتول شوي و او مړي يې د دوشنبې په ورځ وموندل شول.

په ٢٠١١ کال کې د ډگروال قذافي د حکومت له پرزېدو راهيسې دا حکومت له يو ډول کورنۍ جگړې سره مخامخ دى.

دا ډول سر غوڅول ډېرکم لېدل شوي دي او تردې دمه يوې ډلې هم د دې درې کسانو د وژنې مسووليت په غاړه نه دى اخيستى.

دوى به د ټولنيزو شبکو له لارې معلومات خپرول. خبريالان وايي په درنۀ ښار کې درې اورپکې ډلې فعالې دي چې په بېلا بېلو کچو تندلارۍ کې ښکيل دي.

درنۀ د ٢٠١٢کال نه راهيسې له حکومتي کنترول نه وتې ده.

تېره مياشت له دې ښاره ترلاسه شويو ويدويي فلمونو کې داسې ښودل شوي وو چې عامه ادارې پر اسلامي محاکمو او اسلامي پوليسو نومول شوې وې.

په لېبيا کې د روان سياسي کړکېچ له امله منتخب حکومت د درې ښارونو کنترول له لاسه ورکړى دى. دې کې د پلازمېنې طرابلس لويه برخه هم شامله ده چېرې چې د پارلمان ځينو پخوانيو غړو جلا حکومت اعلان کړى خو په نړيواله کچه په رسميت نه دى پيژندل شوى.

خبريالان وايي چې د قذافي د حکومت له پرزېدو وروسته ډېر وسله وال سورېې ته د جگړې لپاره تللي وو چې اوس يې يو لوى شمېر بېرته راستانه شوي او ډېر يې د هېواد په ختيځ کې ديره دي.

ورته مطالب