ناټو: روسي پوځيان د اوکراین خاوارې ته ننوتي

د انځور حقوق b

د ناټو یوه جګپوړي قومندان جنرال فیلیپ بردلاو ویلي، د ترسره شویو ارزونو له مخې، داسې رپوټونه راغلي، چې روسي پوځيان د اوکراین خاورې ته ننوتلي او ددغه هېواد په ختیځ کې خپل تجهیزات او پوځي تدارکات ځای پرځای کوي.

جنرال بردلاو دا هم ویلي، چې ناټو ځواکونه د اوکراین په خاوره کې د روسي پوځي تجهیزاتو د لېږ د بهیر شاهدان وو، چې په وینا یې روسي ټاکونه، توپخانې، او هوايي دفاعي سیستمونه او روسي پوځيان د اوکراین په خاوره کې لیدل شوي دي.

تردې مخکې، داسې رپوټونه هم راغلي وو، چې ګني روسي پوځيان د اوکراین په خاوره کې خپاره شوي، خو د روسیې د دفاع وزارت دغه شان راپورونه دروغ ګڼلي دي.

ویل کېږي چې روسي پوځیان د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو په ملاتړ هغې سیمې ته روان شوي.

د اوکراین په ختیځ کې بېلتون غوښتونکو وسله والو تر دې مخکې ویلي وو، چې له روسیې څخه 'داوطلب' کسان د دوی مرستندویان دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چارشنبې په ورځ (نومبر ۱۲) ددا ډول راپورونو د ارزونې لپاره بېړنۍ غونډه کړې وه.

د چهارشنبې پر ګهیځ، داسې رپوټونه هم خپاره شوي وو، چې د اوکراین په ختیځ دونتسک ښار کې د درنو وسلو ډزې اورېدل شوې، خو لا کره نه ده چې کومې ډلې په دغو نښتو کې برخه لرله.

داسې رپوټونه هم شته چې په لوهانسک ښار کې هم، چې دا مهال د بېلتون غوښتونکو په واک کې دی، د نښتو خبر ورکړل شوی.

څه باندې اووه میاشتې مخکې تر اوسه پورې روسي پلوو بېلتون غوښتونکو د اوکراین ختیځې سیمې ونیوې چې د دوی او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې پیل شوې، او تر څلورو زرو ډېر کسان پکې ووژل شول.

ورته مطالب