سانسوچي د خپل هېواد اساسي قانون عادلانه نه بولي

د انځور حقوق EPA
Image caption د ولسمشر اوباما په خبره داسې هره ماده، چې د ماشومانو تابعیت له کبله د یوه کاندید مخه نیسي حیرانونکې ده

د میانمار اپوزیسیون مشرې انګ سانسوچي د رنګون خپل کور کې د متحدو ایالتونو له ولسمشر باراک اوباما سره له لیدو وروسته د خپل هېواد اساسي قانون 'غیر منصفانه، غیر عادلانه او غیر دیموکراتیک' بللی دی.

نوموړې پر حکومت نیوکه کړې، چې ګوند یې د راتلونکي کال ټاکنې ګټي او دې ته د ولسمشر کېدو اجازه نه ورکوله کېږي.

د ولسمشر اوباما په خبره داسې هره ماده، چې د ماشومانو تابعیت له کبله د یوه کاندید مخه نیسي حیرانونکې ده.

د انګ سانسوچي ماشومان بریتانوي تابعیت لري.

ولسمشر اوباما میانمار کې له اصلاحاتو سره خپل ملاتړ تکرار کړ خو وايي، لا هم باید ډېرې نورې چارې وشي.

رنګون کې د بي بي سي خبریال وايي، د میانمار اپوزیسیون په دې باور دی، چې امریکایان د دغه هېواد اصلاحاتو ته ډېر هیله مند دي او په خورا بېړه یې د دغه هېواد پر رژیم لګېدلي بندیزونه لرې کړل.

په برما کې د دیني لږکيو او په ځانګړي ډول د رخاین ایالت د روهنګیا مسلمانانو ستونزې یوه بله د اندېښنې وړ موضوع ده.

دغه کسان د برما تابعیت نه لري او د برما ځینې وګړي هغوی بنګله دیشیان ګڼي او د وتلو غوښتنه یې کوي.

په ځېنو برخو کې دغه لږکۍ د سخت دریځو له تاوتریخوالي ډکو کړنو سره مخامخ شوي دي په داسې حال کې چې د برما هېواد هم په دې تورن دی چې د دوی د ستونزو اواري لپاره یې اړین ګامونه نه دي پورته کړي.

Image caption د برما مسلمانان معمولاً میانمار هم بلل کېږي، چې ډېرې یې په لوېدېځ راخاین ایالت کې مېشت دي

دغه شرایط ځینې وخت د دې لامل هم شوي، چې نه یوازې د برما دولت بلکې د دولت د مخالفو ډلو مشران هم په دې تورن شوي چې د دغو لږکیو پر وړاندې دغه تبعیض یې له پامه غورځولي.

ښاغلي اوباما غوښتنه وکړه، چې دولت د خپلې قانوني دندې پر بنسټ د برما له اوسېدونکو نه خپل ملاتړ عملي کړي. له تېرو دریو کلونو راهیسې د بدایانو او لږکۍ مسلمانانو، تر منځ پرلپسې د توکمیز تاوتریخوالي پېښې رامنځته شوې.

د برما مسلمانان معمولاً میانمار هم بلل کېږي، چې ډېرې یې په لوېدېځ راخاین ایالت کې مېشت دي.

ورته مطالب