مايکروسوفټ له اېکسن په تېرېدو د نړۍ دوهم لوی شرکت شوی

Image caption اېکسن او د تېلو نورو شرکتونه د تېلو لوېدونکو بيو له امله ګوزار خوړلی

د انرژۍ لوی شرکت اېکسن وروسته له هغه د نړۍ دوهم لوی شرکت په توګه خپل ځای د ټکنولوژۍ شرکت مايکروسوفټ ته پرېښی، چې د تېلو پرېوتونکو بيو په اړه اندېښنو يې ونډې وغورځولې.

د جمعې پر ورځ د اېکسن ونډو راکړه ورکړه په ۹۴،۹۰ ډالرو کېده، چې ورسره يې د ټولو ونډو عمومي ارزښت يا بازاري پانګوالي هم ۴۰۱،۹ میليارډ ډالرو ته رالوېدلې ده.

د مايکروسوفټ ونډې بيا، چې د اوکتوبر ځواکمنو ګټو له راپور وروسته يې په لوړېد دي، ۴۹،۸۱ ډالرو ته رسېدلې دي.

دې پرمختګ يې ارزښت ۴۱۰،۸۱ ميلیارډ ډالرو ته خېژولی دی.

په ټوله کې د تېلو شرکتونو ونډو له دې امله په تېرو څو اونيو کې ګوزار خوړلی چې، د تېلو بيې په پرله پسې ډول کښته لوېدلې دي.

د امريکا تېلو څاګانو نه د لا زيات توليد پايله کې عرضه زياته شوې، او ورسره د نړۍ سترو اقتصادونو، په تېره بيا چين، وده ورو شوې ده.

همدې چارې د تېلو پر بيو اغېز کړی دی.

له بل پلوه مايکروسوفټ بيا د والسټريت له لوري د دوی د نوي مشر ساټيا ناډېلا له منلو ګټه اخيستې، چې په نژدې وخت کې پر دنده ګومارل شوی دی.

د ټکنولوژۍ دغه لوی شرکت د ونډو بيې د کال اوږدو کې ۳۰٪ لوړې شوې، چې په يوه لسيزه کې تر ټولو لوړه بيه ده.

پانګوال د انټرنېټ پر بنسټ پر خدمت د ښاغلي ناډېلا له ټېنګاره او د ده له دې هڅو خوښ وو، چې د وېنډوز ۸ تېروتنې سمې کړي.

خو اپل لا تر اوسه په يو څه واټن د نړۍ تر ټولو لوی شرکت دی، چې اوسنی ارزښت يې ۶۶۷،۹ ميليارډ ډالره دی.