اسلامي دولت ډلې یو بل امریکایی "وژلی"

د انځور حقوق AFP
Image caption په سملاسي ډول د دغې ویډیو چې په کې د سوري ځواکونو د یوې ‌‌ډلې وژل کېدل هم ښودل کېږي کره والی تاید شوی نه دی.

پر انټرنټ خپره شوې یوه ویډیو ښيي چې د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو یو بل نیول شوی امریکایی عبدالرحمان کسېګ چې د یوې مرستندویه ادارې کارکونکی و، وژلی.

په ویډیو کې یو جنګیالی چې مخ یې پټ دی په ظاهره د ښاغلي کسېګ د پرې شوي سر تر څنګ ولاړ دی.

په سملاسي ډول د دغې ویډیو چې په کې د سوري ځواکونو د یوې ‌‌ډلې وژل کېدل هم ښودل کېږي کره والی تاید شوی نه دی.

ښاغلی کسېګ چې د پیټر په نامه هم پېژندل کېده تېر کال نیول شوی و.

د اکتوبر په میاشت کې د اسلامي دولت ډلې له خوا د بریتانوي مرستندویه کارکونکي الن هینینګ د وژنې د ویډیو په پای کې د ښاغلي کسېګ د وژنې ګواښ شوی و.

د ښاغلي کسېګ مور او پلار چې په امریکا کې اوسېږي تېره میاشت یې د خپل زوی له خوا د لیکل شوي لیک ځینې برخې خپرې کړې چې ښاغلي کسېګ په کې د بندیتوب د فشارونو په اړه خبرې کړې وې.

نوموړي لیکلي وو: "د انسان لپاره دا تر ټولو ستونزمن حالت دی، خورا ډېر فشار او وېره ده".

"دوی وايي چې تاسو موږ له پامه غورځولي یو او یا خو زموږ په کیسه کې نه یاست خو موږ پوهېږو چې تاسو تر خپلې وسې او ان تر دې هم ډېرې هڅې کوئ".

"پلاره ته مه خپه کېږه، که زه مړ کېږم نو فکر به مې رښتینو څیزونو ته اړولی وي. چې ته او مور مې ما سره له سپوږمۍ او ستورو هم ډېره مینه لرئ".

نیونه

۲۶ کلن ښاغلی کسېګ پخوا د امریکایي ځواکونو پوځي و او د عراق په جګړه کې یې دنده تر سره کړې وه.

وروسته بیا دی د روغتیا بېړني کارکونکي په توګه وروزل شو او د ۲۰۱۲ کال مې میاشت کې یې لبنان ته سفر وکړ چې پر پوله روغتونونو کې د فلسطیني او سوري کډوالو درملنه وکړي.

بیا یې د ځانګړي چټک غبرګون او مرستې (سېرا) اداره جوړه کړه او د دغې ادارې عملیاتي مرکز یې د ترکیې سوېل لور د سوریې پولې ته نږدې ولېږدوه.

ښاغلي کسېګ د پولي دواړو غاړو کې پنډغالو ته روغتیايي وسایل رسول او د ملکي مرګژوبلې قربانیانو په درملنه او د سوریې خاوره کې دننه د روغتیایي کارکونکو په روزنه کې یې مرستې کولې.

هغه د ۲۰۱۳ کال په اکتوبر کې ختیځې سوریې ته پر لار د سېرا ادراې پر یوې پروژې کار کاوه چې ونیول شو.

ورته مطالب