اردوغان: مسلمانانو امریکا کشف کړې نه کولمبوس

د انځور حقوق hurriyet.com.tr
Image caption مسلمانو سمندري مساپرو امریکا په ۱۱۷۸ کال کشف کړه، نه کریسټوفر کولمبوس.''

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې درې پېړۍ مخکې هغه مهال چې کریسټوفر کولمبوس د امریکا قارې ته ولاړ شي، مسلمانو سمندري مساپرو دغه ځای کشف کړی و.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي اروغان دا څرګندونې د تېرې شنبې په ورځ (نومبر ۱۵) په استانبول کې د جنوبي امریکا د مسلمانو مشرانو په یوې غونډې کې کړې دي.

نوموړي ویلي: ''د لاتینې امریکا او مسلمانانو د اړیکو پېر تر دوولسمې میلادي پېړۍ پورې رسېږي.

مسلمانو سمندري مساپرو امریکا په ۱۱۷۸ کال کشف کړه، نه کریسټوفر کولمبوس.''

ښاغلي اردوغان ویلي، کریسټوفر کولمبوس پخپلو یادښتونو کې د هغه جومات شتون ته اشاره کړې ده، چې د اوسنۍ کیوبا پر ساحلي څنډو ودان شوی و او اوس یوه تپه ده.

د ترکیې ولسمشر ویلي، دغه جومات ته یوه ایټالوي کاشف هم اشاره کړې ده. د اردوغان په وینا، کریسټوفر په ۱۴۹۲ میلادي کال هند ته د خپل سمندري سفر په لړ د امریکا قارې ته ورسېد.

تر دې مخکې، یوشمېر مسلمانو مخورو دا موضوع مطرح کړې وه، چې مسلمانانو د امریکا د کشف تر تاریخ وړاندې هلته حضور درلود.

خو د کریسټوفر کولمبوس په یادښتونو کې د یاد شوي جومات په تړاو د ښاغلي اردوغان خبرې نوې ښکاري.

لانجمن راپور

په ۱۹۹۶ کال د تاریخپوه یوسف مروه له خوا یو داسې لانجمن راپور خپور شو، چې ویل یې د کولمبوس ورځني یادښتونه ددې څرګندويي کوي چې لومړی مسلمانان امریکا ته رسېدلي او ''اسلام هلته په پراخه کچه خپور شوی و.''

خو ګڼ څېړونکي پر دې اند دي، چې کولمبوس یو ډول مجازي اشاره کړې وه، چې ګني د نړۍ موندې د لار نښې جومات ته ورته مالومېدې.

خو دواړو امریکاګانو ته وګړي له آسیا څخه تللي، چې په غالب ګومان کابو ۱۵ زره کاله مخکې د بیرنګ له تنګي څخه تېر شوي دي.

دغه تنګی آسیا او شمالي امریکا قارې سره نښتلوي. داسې باور کېږي، چې اروپایان له کولمبوس نژدې ۵۰۰ کلونه وړاندې شمالي امریکا ته رسېدلي، چې په دوی کې اسکندناویون مستکشفین هم وو.