"راتلونکو ۵ کلونو کې به د نړۍ اقتصاد ۲،۱ سلنه وده وکړي"

د انځور حقوق EPA
Image caption د استرالیا لومړي وزیر ټوني اېبټ: که دغه ژمنې عملي شي نړیوال اقتصاد به دوه اعشاریه یو سلنه وده وکړي

د استرالیا لومړي وزیر ټوني اېبټ د هغو اقتصادي جزیاتو په بیانولو سره د شلو لویو اقتصادي هېوادونو یا جي ۲۰ غونډه پای ته ورسوله، چې د نړۍ مختلفو هېوادونو مشرانو یې ژمنې کړې.

د نوموړي په وینا، که دغه ژمنې عملي شي، راتلونکو پنځو کلونو مودې کې به یې له کبله نړیوال اقتصاد به دوه اعشاریه یو سلنه وده وکړي او وايي، له همدې امله به په میلیونونو کاري فرصتونه برابر شي.

اوکراین بحران کې د روسیې ښکېلتیا غندنې مسالې پر دغې غونډې سیوری غوړولی و.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د دغې غونډې پای کې د رسمي اعلامیې له خپرېدو مخکې خپل هېواد ته ستون شو.

پرون شنبه د لوېدیځو هېوادونو هغو مشرانو، چې دغه غونډه کې یې ګډون کړی و،د اوکراین د بحران په تړاو د روسیې پر ګړنو سختې نیوکې وکړې.

له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، اوکراین کې د روسیې ښکېلتیا له غندل کېدو سره سره استرالیا کې د ۲۰ لویو صنعتي هېوادونو یا جي ۲۰ غونډه تعمیري او ګټوره بللې ده.

مخکې د دغې موضوع پر سر د لوېدېځوالو اندېښنو له کبله دغه غونډه تر سیوري لاندې وه، خو پر وروستۍ ورځ د نړۍ هېوادونو مشرانو خپل پام د نړۍ اقتصادي مسایلو ته اړولی دی.

د انځور حقوق na
Image caption د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم پر اوکراین د روسیې برید د نړۍ لپاره یو ګواښ بللی و

د یکشنبې پر ورځ (نوامبر ۱۶) د ۲۰ ډلې په غونډه کې، چې استرالیا یې کوربه توب کوي، د نړۍ د اقتصادي ودې پر مسالې تمرکز کوي. د ۲۰ ډلې د غړو هېوادونو د مالیې (خزانې) وزیرانو په تېره فبرورۍ میاشت کې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د نړۍ د اقتصادي ودې د لپاره ځینې طرحې چمتو کړې وې.

په بریزبن کې د بي بي سي خبریال جیمز لندیل وايي، تر ۲۰۱۸ کال پورې د نړۍ د اقتصادي ودې د غوړېدو لپاره د دغې ناستې طرحې، چې دوه سلنه وده پکې اټکل شوې ده، د ۲۰ ډلې د غړو هېوادونو زیاتره یې له اقتصادي مخ پر ځوړ حالت سره مخامخ دي، چې دغه طرحه نسبتاً خیال پلوه غوندې ښکاري.

دغه هدف ته د رسېدو څرنګوالی به د یکشنبې ورځې د بریزبن د عملي طرحې په ناسته کې وړاندې شي.

د استرالیا د مالیې وزیر جو هاکي وویل:"د ارام کښېناستو وخت نه دی، نړۍ ودې ته اړتیا لري."

ښکاره نیوکې

د دغې ناستې پر لومړۍ ورځ اوکراین د کړکېچ په تړاو له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ناندریزو خبر وپای ته ورسېده.

ښاغلي پوتین په ناسته کې د کاناډا د لومړي وزیر سټیفن هارپر له ډېرو پاروونکو خبرو سره مخامخ شو.

د انځور حقوق AFP
Image caption د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د استرالیا برزبین ښار کې د جي ۲۰ غونډې له پای ته رسېدو مخکې خپل هېواد ته ستون شوی

د کاناډا د دولت یوه ویاند ویلي چې ښاغلي هارپر پوتین ته وویل:"تا ته لاس درکوم، خو د ویلو لپاره یوازې یوه خبره لرم. باید له اوکراین څخه بهر شئ."

په مقابل کې پوتین پر امریکا او اروپا له دې اړخه نیوکه وکړه، چې ګني د اوکراین په کړکېچ کې یې لاسوهنې کولې، چې په وینا یې بندیزونه هم روسیې او هم لوېدیځ ته زیان رسوي.

هغه د جرمني له آې آر ډي تلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې د دغو بندیزونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده:"د بندیزونو په اړه چې کوم ګامونه اخیستل کېږي، له هر څه وړاندې، زموږ او د نړۍ د اقتصاد په زیان تمامېږي. د دې کار د مخنیوي لپاره باید د ۲۰ ډلې په ناسته کې لاس په کار شو."

ښاغلي پوتین د یکشنبې پر ورځ د دغې غونډې په څنډو کې له فرانسوي ولسمشر فرانسوا اولاند سره په خبرو کې غوښتنه وکړه چې د اوکراین پر سر د 'فرانسې او روسیې' ترمنځ راپورته شوي کړکېچ ختمولو کې له مسکو سره همکاري وکړي.

روسیه وايي پوځيان یې اوکراین ته نه دی استولي، خو وړاندې ناټو ویلي وو داسې رپوټونه وررسېدلي، چې ګني د اوکراین په ختیځ کې روسي ځواکونه خپل تجهیزات او پوځي تدارکات ځای پرځای کوي.

د ۲۰ ډلې تر ناستې پیلېدا مخکې، د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون وویل که چېرې د اوکراین په خاوره کې روسي پوځي حضور دوام وکړي، د اروپا او روسیې ترمنځ اړیکي به ډېر توپیر وکړي، چې د لانورو بندیزونو لګولو امکان هم پکې شته.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم پر اوکراین د روسیې برید د نړۍ لپاره یو ګواښ بللی و.

د انځور حقوق Getty
Image caption د غونډې حاشیه کې د متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما د جاپان او اسټرالیا له مشرانو سره ولیدل

روسي پلوو بېلتون غوښتونکو له تېرو څو میاشتو راهیسې له دولتي ځواکونه سره په جګړې بوخت دي، چې ددغه هېواد ځینې ختیخې برخې یې هم تر واک لاندې دي.

په تېر مارچ کې اروپايي هېوادونو وروسته تر هغه پر روسیې بندیزونه ولګول، چې روسیې کریمیا له خپلې خاورې سره نښلول شوې اعلان کړه، چې بیا وروسته بندیزونه نور هم پسې سخت شول.

روسي چارواکو ویلي، د یکشنبې غونډې تر ختمېدا مخکې له دې ناستې د وتلو هوډ لري، خو دلامل په اړه یې څه نه دي ویلي.

خو د پوتین یوه ویاند ویلي، تر هغو به پوتین له غونډې ونه وځي، چې خپل کار یې بشپړ کړی نه وي.

ورته مطالب