چین او استرالیا د ازادې سوداګرۍ مهم تړون لاسلیک کړ

د انځور حقوق EPA
Image caption د استرالیا لومړي وزیر ټوني ابټ دا د "یوه پیاوړي او مهم اقتصادي هېواد" سره د چین لومړی تړون وباله.

استرالیا وايي دغه تړون له نږدې لسو کلونو خبرو اترو نه وروسته لاسلیک شوی چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت بازارونه به پرانېزي.

د دې تړون تر ټولو لوی ګټونکی ښايي د استرالیا د لبنیاتو او د غويي د غوښې صنعت وي چې په څو کلونو کې به د چین بازار ته لار ومومي.

بل خوا چین د پانګونو خپلو پروژو لپاره د لا پراخه لاسرسۍ په لټه کې دی.

د چین ولسمشر ښاغلی شي د جي ۲۰ هېوادونو له غونډې وروسته استرالیا کې رسمي سفر لري.

نوموړي د استرالیا پارلمان ته په خپلو خبرو کې وویل چین استرالیا او نورو هېوادونو سره سولییز پرمختګ ته ژمن دی.

"د مالیې کچه ټیټول"

د استرالیا لومړي وزیر ټوني ابټ دا د "یوه پیاوړي او مهم اقتصادي هېواد" سره د چین لومړی تړون وباله.

د استرالیا د پارلمان غړي جوش فرایډینبرګ وویل د تړون له مخې به د استرالیا نږدې ۹۵ سلنه صادرات چین کې مالیه نه لري.

د استرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ اداره وايي چې په تېرو دوو لسیزو کې د استرالیا او چین تر منځ سوداګرۍ ډېره وده کړې. چین اوس د سوداګرۍ په برخه کې د استرالیا تر ټولو ستر دوه اړخیزه ملګری دی.

په ۲۰۱۳ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ ارزښت ۱۵۰ میلیارده ډالره و چې له دې تړون سره ښايي په کې د نږدې ۲۰ میلیاردو ډالرو زیاتوالی راشي.

سږ کال دا د استرالیا درېیم ستر سوداګریز تړون دی. تر دې وړاندې یې له سوېلي کوریا او جاپان سره هم ورته تړونونه لاسلیک کړي وو.

استرالیا په دې هڅه کې دی چې په اسیا کې د خپلو خوراکي توکو او کرهڼیزو تولیداتو بازار له پراخ کړي.

خو استرالیا د نورو مهمو صادراتو لکه وریجو، غنمو، مالوچو او بورې د مالیې کمولو کې پاتې راغله.

چین بیا په خپلې دې هڅې کې بریالی نه شو چې د استرالیا د بهرنیو پانګونو د ارزونې د کمیټې کار کې بدلون راولي.

د چین ولسمشر شي د استرالیا پارلمان ته په خپله وینا کې وویل چې شوی تړون به د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي همکاري لا پراخه کړي.

نوموړي دا هم وویل چې د اقتصادي همکارۍ تر څنګ چین له خپلو ګاونډویانو سره د پولو د لانجو سولییز هواري ته هم ژمن دی.

"د چین حکومت ګاونډیو هېوادونو سره خبرو اترو او همکارۍ ته چمتو دی چې په ګډه د یو بل خپلواکۍ ته درناوی وکړي".

چین په سوېل او ختیځ کې د جاپان، ویتنام او فلیپین په ګډون له ګڼو هېوادونو سره د پولې لانجې لري.

ښاغلي شي وویل چین به هېڅکله د خپلو موخو لاسته راوړلو لپاره له ځواک نه کار وانخلي.

ورته مطالب