د جاپان اقتصادي وده مخ په ځوړ روانه ده

د انځور حقوق b
Image caption جاپان د نړۍ دریم ستر اقتصاد دی

ورکړای شوې شمېرې او راپورونه ښيي چې د جاپان اقتصاد مخ په ځوړ روان دی.

د جاپان اقتصاد وروسته له هغه چې په دويمه پرلپسې ربعه کې يې کورني توليدات کم و، نور هم لوېدلی دی.

دغه شاتګ هغه مارکېټونه هک پک کړي چې تمه يې لرله د نړۍ دريم ستر اقتصاد به د تېرې ربعې له اقتصادي ځوړتيا وروسته بېرته په خپلو پښو ودرېږي او وده به يې چټکه شي.

د نړۍ د دریم لوی اقتصاد سوچه وده د روان کال په دويمه ربعه کې ۱،۶ وه په داسې حال کې چې د وړاندوينو له مخې بايد ۲،۱ وده يې کړې وای.

له همدې کبله تمه کېږي، چې دولت به د مالیاتو د لوړولو طرحه چې په ۲۰۱۲ کال کې تصویب شوې وه او بايد په راتلونکي کال کې پلې شوې وای، وځنډوي. دا دويمه پرله پسې ربعه ده چې د جاپان د اقتصادي ودې شاته تګ په تړاو شمېرې رادبره کېږي.

د سږ کال په پسرلي کې هم د اقتصادي ودې کچه د پخوانيو وړاندوينو په توپير ټيټه وه او يوازې ۱،۸ سلنه ښوول شوې وه.

بل خوا داسې تمې دي چې لومړی وزير شينزو آبې به پر واک د پاتې کېدو د هڅې په لړ کې عمومي ټاکنې له وخته وړاندې راوبولي.

د اقتصادي ودې سوکه بهیر سره سره د جاپان رسنيو د دغه هېواد د لومړي وزير شنيزو آبې له لوري د نويو ټاکنو د اعلان په اړه شکونه خپاره کړي دي.

د جاپان رسنۍ وايي، لومړی وزير کولای شي د نويو ټاکنو د اعلان د اړتیا لپاره د دسمبر میاشتې په نیمايي کې خلک د رایو صندقو ته ور وبولي.

له دې سره هممهاله د جاپان د دولت يوه ویاند د دوشنبې په ورځ (نوامبر ۱۷مه) وویل، ښاغلی ابې د دغې اقتصادي ناانډولۍ لپاره بېلابېل پلانونه په پام کې نیولي چې ډېر ژر به يې اعلان کړي.

ورته مطالب