ولسمشر اوباما د امريکايي روغتياپال وژل غندلي دي

د انځور حقوق Getty Images

ولسمشر اوباما د هغه امريکايي کارکوونکي د وژل کېدو پخلى کړى چې د اسلامي دولت اورپکو يې د وژنې ويډيو پوست کړې وه.

ولسمشر اوباما وروسته له هغه د امريکايي روغتياپال عبدالرحمن کسېگ د وژل کېدو پخلى وکړچې امريکايي چارواکو د اسلامي دولت د اورپکو له لوري د خپرې شوې ويډيو د کره والي په اړه خپلې پلټنې بشپړې کړي.

کسېگ تېرکال هغه مهال سوريه کې ونيول شو، چې له سوري کډوالو سره د روغتيايي مرستو په موخه دې هېواد ته يې سفر وکړ.

د هغه مور او پلار په يوه وينا پاڼه کې ويلي دي، چې د خپل زوى پر کار او ژوند وياړي.

دوى غوښتنه کړې ده، چې زوى يې د يوه داسې کس په نوم ياد کړي، چې له سوري اړمنو سره د مرستې په لاره کې يې خپل سر قربان کړ.

د اسلامي دولت ډلې له لوري په خپرې شوې وروستۍ ويډيو کې پر عبدالرحمن کسېگ سربېره د سوريې د هوايي ځواکونو د يو شمېر افسرانو د وژنې صحنه هم ښودل شوې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري هم د عبدالرحمن کسېگ پر وژل کېدو غمرازي ښودلې ده.

هغه په دې اړه په يوه خپرپاڼه کې ويلي دي، چې د ښاغلي کسېگ جرات او له بشر سره مينه هغه څه دي چې اسلام يې درس ورکوي.

همدارنگه د اسراييلو لومړي وزير بنيمين نتنياهو هم د کسيگ وژنه غندلې او ويلي دي، چې هېواد يې له ترهگرۍ سره په روانه جگړه کې د امريکا ترڅنگ ولاړ دى.

عبدالرحمن کسېگ څه موده د امريکا په پوځ کې هم دنده ترسره کړې وه او په ٢٠٠٧ کال کې عراق ته د پوځي ماموريت لپاره هم تللى و.

تر ده وړاندې د اسلامي دولت اورپکو څلور امريکايي او بريتانوي وگړي نيولي او وژلي وو.

ورته مطالب