تشناب: د ورځیني ژوند یوه وړه خو ډېره مهمه برخه

د ملګروملتونو سازمان احصاېې ښيي چې دنړۍ ۲،۵ ملیارده خلک د مناسب تشناب او د صفايی امکانات نه لري. هر کال د نوامبر نولسمه د نړۍ د تشناب ورځې په توګه لمانځل کېږي.

تاسو دلته د انځورونو یو نندارتون وینئ چې د پانوس موسسې او د بېوزلو خلکو د اوبو او نظافت د موسسې له خوا جوړ شوی دی. په حقیقت کې دا انځورونه د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د ژوند د کچې ښکارندويي کوي.

استرالیا

د انځور حقوق BBC World Service

رینې یوه هنرمنده ده چې د سیډني د ښار له ګڼې ګوڼې څخه تللې او له ښاره بهر په یوې زرغونې او آرامې سیمې کې ژوند کوي. هغې هلته په یوې پراخې کروندې کې یوه خونه جوړه کړې چې تشناب ېې په آزاده فضا کې دی. رینې د خپل شخصي حریم په اړه اندیښنه نه لري ځکه چې شاوخوا ېې ګاونډي کورونه نه شته چې دا وویني.

بنګله دیش

د انځور حقوق BBC World Service

۶۵کلنه سوکوربانو له ماشومتوب راهیسې د ډهاکې د ښار په یوې بېوزلې سیمې روپناګر کې ژوند کوي. هغه د یو ځوړند تشناب نه کار اخلي چې د اوبو دپاسه د لرګیو پر یو چت جوړ شوی دی. څه موده مخکې هغه له دغه ځایه اوبو ته وغورځېده. هغه وايي اکثرا ناروغه کېږي او ګومان کوي لامل یې د دغه ډول تشناب څخه کار اخیستل دي.

هغه دلته له خپلو درې لوڼو سره اوسېږي. سهار چې هغوی غواړي خپلو کارونو ته چمتووالي ونیسي نو پر تشنابونو نوبت نه وي.

برازیل

د انځور حقوق BBC World Service

۳۳کلنه ایزابیلا د (ریو دوژینیرو) په یو اپارتمان کې یوازې اوسېږي. هغې د چاپیریال په قانون کې ماستري اخیستې او د ظریفو هنرونو د یوې هنرمندې په توګه کار کوي.

هغه وايي: "په خپل تشناب کې د آرامۍ او راحت احساس کوم خو پوهیږم چې تر شا ېې څه دي: د پاکواوبو نلونه، ناپاکې اوبه، او د چاپیریال ککړتیا".

ایزابیلا وايي: "زما خوښېږي چې د ځان مینځلو یو ښه ځای اوتشناب ولرم، او زما په شان یوې برازیلۍ نجلۍ لپاره دا لږترلږه د ۱۰ دقیقو پاکو اوبو ضایع کول دي. خودا یو امتیاز دی، زه پاکې اوبه، تودې اوبه او د کموډ آرامه څوکۍ لرم".

ایکوادور

د انځور حقوق BBC World Service

۶۹ کلنه فابیولا (کویتو) ته نژدې د (کمبایا) په درې کې اوسېږي. د اوه کلنۍ څخه نیولې تر۲۱ کلنۍ پورې ېې د شلونورو کسانو سره یو ځای د یو ګډ تشناب څخه کار اخیست.

خو اوس په یواپارتمان کې ژوند کوي چې پنځه کوټې لري. د هغې تشناب او د ځان منیځلو ځای ډېر لوی دی او دا ورباندې ویاړي.

ایتیوپیا

د انځور حقوق BBC World Service

میسیریت په ادیس ابابا کې د یو رستورانت مدیره ده. د خپلو دوو ماشومانو، دوو خویندو او مور سره په یوه حکومتي کورکې اوسېږي چې دوه کوټې لري.

د ۲۰۰۵ کال د انتخاباتو د لانجې په پایله کې د هغې خاوند ووژل شو او دا کونډه شوه.

د هغوی ګډ تشناب ډېر لرې دی. د مصونیت په خاطر ېې د خپل کور ترڅنګ په یوه ګوښه کې پردې اچولي او د تشناب په توګه ورڅخه کار اخلي.

ګانا

د انځور حقوق BBC World Service

۴۷ کلنه ایما په (کوماسي) کې د یوه تشناب د صفايی مسوله ده. هغه په یوه کرايي کوټه کې د خپل خاوند او څلورو ماشومانو سره چې ۱۴-۲۲ کلن دي اوسېږي.

هغې ته خپل کار ډېر مهم دی او د عاید په مرسته ېې د خپلو ماشومانو د زده کړې لګښتونه پوره کوي. په خپل کورکې تشناب نه لري. د ورځې له خوا د خپل کار په ځاي کې د عمومي تشناب نه کار اخلي خو د شپې له خوا یوه پلاستیکي کڅوړه کاروي ځکه چې بهرته وتل خطرلري.

هایټي

د انځور حقوق BBC World Service

۲۷ کلنه مارتین په (کاییمیت) کې یوه سیند ته نږدې ژوند کوي. هغه وايي داسې یو تشناب نه لرم چې دېوال ترې را چاپېر وي، زما تشناب د کور تر څنګ ځمکه کې یو سوری دی.

اوس دا سوری ډک شوی او ډېر خطرناکه شوی دی. د شپې له خوا ورڅخه کار اخلم خو د ورځې له خوا د یوعمومي تشناب نه کاراخلم چې زما له کوره ۱۵ دقیقې لرې دی.

هند

د انځور حقوق BBC World Service

۳۵کلنه سنګیتا لس کاله پخوا د ډیلي ښار ته راغله. تر دې مخکې په یوه کلي کې اوسېده اول ه یوې کروندې نه ېې د تشناب په توګه کار اخیست.

جاپان

د انځور حقوق BBC World Service

۶۱ کلنه ایکو توکیو کې اوسېږي. هغه وايي: "د سوداګرۍ دا مرکز زما کور ته نږدې دی، زه اکثرا دلته د سودا اخیستلو لپاره راځم".

هغه وايي: "کله چې زه وړه ومه دا عمومي تشنابونه ډېر بوی ناک او ناپاکه و، خواوس ډېر پاک دي اوزه په کې د آرامۍ احساس کوم".

په دې سوداګریز مرکز کې تشناب ته د بدلون کوټه وايي خکه چې وايي دا یو ځانګری ځای دی چې خلک په کې کولای شي خپل طبیعت بدل کړي او د آرامۍ احساس وکړي.

په دې تشنابونو کې موسیقي غږېږي او تودې څوکۍ لري. د تشناب تر څنګ بله کوټه کې کیدای شي خپل موبایل ټیلیفون چارج کړئ، تلویزیون وګورئ او خپلو پښو ته مساج ورکړئ.

کینیا

د انځور حقوق BBC World Service

یونیس د (نایواشا) په سیمه کې د کساراني اکاډیمۍ د بنسټ ایښودونکو څخه ده. مخکې په دې ښونځي کې د۲۵۰ تنو زده کونکو لپاره یوازې دوه تشنابه و.

د ښوونځي شاوخوا اوسېدونکو خلکو هم له دې تشنابونو څخه کاراخیست او وضعه ېې ډېره خرابه وه. له همدې امله د ښونځي زده کونکو بهتره ګڼله چې د تشناب لپاره کروندو ته ولاړ شي. یونیس او خاوند ېې اوس د ماشومانو لپاره تشنابونه جوړکړي دي. دا تشنابونه واړه او دروازې ېې تنګې دي، غټان نه شي کولای چې هلته ورشي.

یونیس وايي اوس به والدین هڅه کوي خپل ماشومان زموږ ښوونځي کې شامل کړي ځکه چې دلته د هغوی لپاره ځانګري تشنابونه شته دي.

موزامبیق

د انځور حقوق BBC World Service

۱۹ کلنه فلورا د یوې لیسې ښوونځي زده کونکې ده. هغه د (مپوتو) په سیمه کې د خپلې مور، خور او وریرې سره ژوند کوي. هغه د څو نورو کورنیو سره په ګډه له یوه تشناب نه کاراخلي. هغه وايي دا تشناب ېې هیڅ نه دی خوښ، شخصي حریم نه شته او کله کله نارینه د دیوال له پاسه ورته ګوري.

رومانیا

د انځور حقوق BBC World Service

۴۹ کلنه پانا د بوچسکو په سیمه کې اوسېږي. د رومانیا د تقریبا نیمايي برخې اوسیدونکو په شان هغه په یوې کلیوالې سیمې کې ژوند کوي چې هلته د کورونو لپاره د ښاروالۍ له خوا د نلونو اوبه او د فاضله ناپاکو اوبو د ایستلو سیستمونه نه شته. خو پانا یو تشناب لري چې یوازې کله کله ورنه میلمانه کار اخلي. پانا خپله حتا په ژمي کې د تشناب لپاره بهرکروندې ته ځي.

جنوبي افریقا

د انځور حقوق BBC World Service

نومبیني دوه ګرځنده کموډونه لري چې د دې کور ۱۲کسه ورڅخه کار اخلي. کله چې هغه په ۲۰۰۵ کې د کایلیتشا سیمې ته راغله کوم تشناب ېې نه درلود او د تشناب لپاره به دعمومي سړک بلې غاړې کې ځنګله ته تله. هغه وايي په ځنګله کې وېرېده او له عمومي سړک نه تېرېدلو هم دا خطر درلود چې کیدای شي موټر ېې ووهي.

هغه وايي په ۲۰۰۹ کې ېې ګرځنده کموډونه ترلاسه کړل چې د اوبو لرونکو تشنابونو سره نه شي پرتله کیدای خوبیا هم ښه دي.

هغه وايي: "هیله مې دا ده چې یوه ورځ اوبه لرونکی تشناب ولرم".

د امریکا متحده ایالتونه

د انځور حقوق BBC World Service

ماري یوه لیکواله ده چې د نیویارک په ښار کې اوسېږي.

هغه وايي: "په کور کې د دوو نورو کسانو سره اوسېدل په دې معنا دي چې باید د ځان مینځلو او په نوبت سره د تشناب د پاکولو لپاره یو مهال ویش جوړ کړو".

ماري وايي پخوا په بیجینګ کې اوسېدله اوهلته ېې د یوه عممومي تشناب نه کار اخیست ځکه چې په اپارتمان کې ېې ځانګری تشناب نه و. په ژمي کې مجبوره وه چې تشناب ته د تلو پر مهال د سړې هوا له امله بالاپوش واغوندي. هغه وايي پوهېږي چې د شخصي او پاک تشناب درلودل څومره ښه دي.

زامبیا

د انځور حقوق BBC World Service

۴۶کلنه سوزان د معلولو ماشومانو لپاره د یوه ښوونځي بنسټ ایښودونکې ده.

هغه وايي: "ویاړم او خوشاله یم چې معلولو ماشومانو ته درس ورکوم چې هغوی په راتلونکې کې وکولاې شي بهتره ژوند ولري".

هغه وايي په دوه کلنۍ کې ورته د پولیو ناروغی پیدا شوه او وايي: "(لوساکا) کې د معلولو کسانو ژوند آسانه نه دی. له تشنابه کار اخیستل یو ستونزمن دی په تېره بیا په باراني موسم کې، زه مجبوره وم چې د لاسو په مرسته په خاپوړو تشناب ته لاړه شم".