لاریونیانو د چک ولسمشر په هګیو ویشتلی

د انځور حقوق EPA
Image caption یوه هګۍ د جرمني پر ولسمشر یواکیم ګاو په تېروتنې سره ولګېده

د چک زرګونو لاریونیانو ولسمشر میلوش زیمان د بخملي کودتا د ۲۵ کلیزې په مناسب په هګیو ویشتلی دی.

۲۵ کاله مخکې، په چک کې د هغه وخت واکمن کمونیستي نظام د بخملي کودتا په پایله کې ړنګ شو.

لاریونیانو د زیمان پروړاندې سوررنګه کارتونه له ځانه سره لېږدول، کټ مټهغه کارتونه چې د فوټبال لوبغالي کې لوبغاړو ته د خبرداري په توګه کارول کېږي.

خو ځینو لاریونیانو د سرو کارتونو پرځای هګۍ ورسره راوړې وې.

یوه هګۍ د جرمني پر ولسمشر یواکیم ګاو په تېروتنې سره ولګېده.

ډېری لاریونیان د چک پر ولسمشر زیمان غوسه شوي وو.

دوی وايي، زیمان له روسیې سره خوله خوږه کړې ده او له سخت ګیرۍ کار نه اخلي.

بخملي کودتا د نومبر پر ۱۷ هغه مهال پیل شوه، چې پولیسو د لاریون کوونکو پر یوه محصل برید وکړ.

تر پېښې وروسته د لاریونیانو څپې ډېرې شوې وې، همدا وو چې کمونیستي نظام ړنګ شو او د ډرامې لیکوال واتسلاف هاویل په مشرۍ حکومت رامنځ ته شو.

په چک جمهوریت کې ځینې وايي د بشري حقونو د پیاوړتیا په څېر مسائل د کودتا له اهدافو څخه وو، چې ولسمشر زیمان هېڅ التفات ورته ونه کړ.

ورته مطالب