سعودي د ۳ کسانو د اعدام پرېکړه کړې

د انځور حقوق AP
Image caption د سعودي عربستان یوې محکمې په ترهګریزو بریدونو او له القاعدې شبکې سره د تړاو په تور درې کسان په اعدام محکوم کړي

د سعودي عربستان یوې محکمې په ترهګریزو بریدونو او له القاعدې شبکې سره د تړاو په تور درې کسان په اعدام محکوم کړي دي.

محکمه وايي، تورنو په ۲۰۰۴ کال په ځینو خونړیو بریدونو کې لاس درلود، چې یو برید په ختیځ ریاض ښار کې د بهرنیانو د اوسېدو په یوه ځای کې شوی و.

په ریاض کې د جزا ځانګړې محکمې پنځه نور کسان ددغه ځای په الوځولو کې د پلان جوړونې په تور د ۲۵ تر ۳۰ کلونو بند پورې محکوم کړي.

پر دوی دا تور هم دی چې ناقانونه وسلې یې لرلې او د پیسو سپینولو موضوع کې ملامت ثابت شوي.

د سعودي رسمي خبري اژانس د محکمې له خولې ویلي، تورنو کسانو هڅه کړې، چې تر خپل وس پورې بهرنیان ووژني.

دغه اژانس دا هم ویلي، چې تورنو کسانو د سعودي عربستان د ننه د موټربم په مټ د بریدونو لپاره پلانونه جوړ کړي وو.

په ریاض کې د استوګنځي په الوځولو سره لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي وو، چې زیاتره یې د عربي هېوادونو وو.

د دغې پېښې په اړه له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې څېړنه کېده.

د عادل سعد المطیري په نامه یو کس د آیرلنډي عکاس سایمن کامبرز په وژنې تورن شوی، چې د بي بي سي لپاره یې د القاعدې شبکې په اړه د مستند فلم لپاره عکاسي کوله.

د بي بي سي خبریال فرانک ګارډنر هغه مهال په ډزو سخت ټپي شوی و.

د کامبرز پلان رابرټ د محکمې د دغې پرېکړې هرکلی کړی، خو وايي، چې دی او مېرمن یې د خواشینۍ احساس ځکه لري، چې په وینا یې د قاتل مور او پلار هم د خپل زوی د وژل کېدو ورته احساس لري.

ورته مطالب