د ايران پر اټومي پروگرام د هوکړې شونتيا

د انځور حقوق AP

دېپلوماتان په ويانا کې دي اوهيله لري چې د ايران د اټومي پروگرام د راتلونکې په اړه د خبرو يو وروستى بريالى پړاو ترسره شي. خوداسې نه ښکاري چې په دې برخه کې دې يوه موافقه نژدې وي.

ايران تېر کال د خپل اټومي پروگرام راتلونکې په تړاو د نړۍ له سترو ځواکونو سره يو لنډ مهالى تړون لاسليک کړ.

دا يو تاريخي پرمختگ وبلل شو، او داسې و انگېرل شوه چې کړکېچن منځنى ختيځ يې لږ څه خوندي کړ.

خو که د روانې مياشتې تر ٢٤ نېټې، يانې راتلونکې دوشنبې پورې په دې اړه يوه وروستۍ پرېکړه و نه شي نو د ايران اټومي پروگرام له امله د جگړې رامنځته کېدو ويره به بيا رادبره شي.

هغې هوکړې ته چې د رسېدو هڅه کېږي د يورانيمو د بډايه کولو په برخه کې د ايران وړتيا محدودوي، چې نړېوال اندېښمن دي بډاى يورانيم په اټومي بم بدلېداى شي.

د دې هوکړې په بدل کې به پر ايران لگېدلي بنديزونه چې اقتصاد يې ورته سخت زيانمن کړى، پړاو په پړاو پورته شي.

که ښکېلې غاړې تر راتلونکې دوشنبې کومې معاملې ته سره ونه رسېږي، نو ښايي د خبرو اترو لړۍ بيا وغځول شي.

خو وخت په ختمېدو دى، په تهران او واشنگټن کې د ايران اټومي پروگرام پر سر د معاملې ضد سياسي ډلې او کړۍ سره منظم کېږي.

ولسمشر اوباما د يوې معاملې غوښتونکى دى، خو په کانگرس کې چې اوس جمهوري غوښتونکي په کې برلاسي دي داسې ډېر تندلاري شته چې له اسراييلو سره په دې کې همغږي دي چې که ايران تړون لاسليک هم کړي نو بيا هم يو گواښ دى.

ورته مطالب