فرانسې او المان د ملګرتیا یاد تازه کړ

د انځور حقوق Getty
Image caption د فرانسې او جرمني تر منځ د دوستۍ اصلي لامل کلتوري او ژبنیزې اړیکې دي.

فرانسې او المان د لومړۍ نړیوالې جګړې دسلمې کلیزې په تړاو په کابل کې د ملګرتیا یاد تازه کړ.

دغه دستوره (له جګړې تر ملګرتیا) په نامه د فرانسې په کلتوري مرکز کې جوړه شوې وه. د دغې غونډې موخه نړیوالو ته دسولې د پیغام رسول وو.

نعمت کریاب په خپل رپوټ کې لیکي د فرانسې او المان سفارتونو د لومړۍ نړیوالې جګړې د سلو کالو پوره کېدو په پلمه په کابل کې د فرانسې په کلتوري مرکز کې ددغه جنګ یاد تازه کړ.

مراسم د پوځي او دیپلوماتیکو چارواکو په خبرو پیل شول. د فرانسې د خلکو او المان د تاریخ غټ ټکي ملګرتیا او جګړه دواړه له پامه نه وو غورځول شوي.

په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره د سولې د نړیوال مرکز مشر فلیپ هانشن چې ناست ځای ېې په فرانسه کې دی هم راغلی و.

نوموړي وویل د فرانسې د مرکز په بلنه د دې لپاره کابل ته راغلی چې وښيي فرانسې او المان څه ډول یو بل ته زړونه سپین کړل، سره غاړې وتل او په خپلو تېرو اختلافاتو ېې خاورې واړولې.

ښاغلي فلیپ زیاته کړه:

"زه فکر کوم د دوستۍ یو عنصر اقتصادي بریالیتوب دی، د اروپا د اقتصاد بریا. بله خبره دا ده چې د خلکو تر منځ کلتوري او ژبنیزې اړیکې هم ډېر ارزښت لري. کله چې ګاونډیان د یوه بل په خبره پوه شي نو بیا سره دوستي او ملګرتیا کولای شي او پرمخ تللی شي. د فرانسې او جرمني تر منځ د دوستۍ لامل هم همدا دی".

نوموړي په دې تړاو د خپلو څېړنو پایلې وړاندې کړې او و ېې ویل فرانسه او المان د نورې نړۍ لپاره بیلګې نه شي کېدای.

ښاغلی هانشن وايي د یوه پیاوړي اقتصاد د رامنځ کولو لپاره ملګرتیا مهمه ده. ګډه ژبه او ګډ کلتور د ده په خبره بنسټیز توکي دي چې نړۍ سره نږدې کولی او درس ترې اخستلی شي.

په مراسمو کې شته و افغان کار پوهانو ویل د اروپا د تاریخ ښه سپړلو ته نوره هم اړتیا ده او افغانستان هم د خپلو ګاونډیانو سره راپورته شوي اختلافات د فرانسې او المان نه په درس اخیستلو هوارولی شي.

د دواړو هېوادونو چارواکي وايي څنګه چې دغو دواړو هېوادونو د جګړو شپې هېرې کړې نور هېوادونه لکه افغانستان چې په یوه نا اعلان شوې جګړه کې ښکیل دی هم کولی شي د جګړې له اوسنۍ څپې را ووځي.

افغانستان په تېرو کلونو کې هڅې کړې د خپلو مخالفینو سره سوله وکړي او د ګاونډیانو سره شته توپیرونه له منځه یوسي خو تر اوسه ېې لا د ماشوړې ورک سر نه دی موندلی.