"د بشري حقونو په تړاو دې شمالي کوریا محاکمه شي"

د انځور حقوق v
Image caption "د جرمونو نړیواله محکمه د امنیت شورا د ملاتړ په صورت کې د شمالي کوریا پر وړاندې ګام پورته کولی شي".

د ملګرو ملتونو یوې کمېټې د امنیت له شورا غوښتي چې کوریا دې د دوی د بشري حقونو ریکارډ ته په پام سره د جرمونو نړیوالې محکمې ته معرفي کړي.

د بشري حقونو کمېټه پر یوه وړاندیز کار کوي چې له مخې به یې د پیونګیانګ د رژیم د ادعا شویو بشر ضد جرمونو پلټنې تر سره شي.

پر دې وړاندیز باید د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې رای اچونه وشي.

د فبرورۍ په میاشت کې خپور شوی د ملګرو ملتونو یو رپوټ ښيي چې د شمالي کوریا پر عامه خلکو "د نه ویلو ظلمونه" شوي دي.

د ملګرو ملتونو د پلټنو کمېسون وروسته له هغه په شمالي کوریا کې د تاوتریخوالي او بشري حقونو سرغړاویو جزئیات خپاره کړي چې دوی د شکنجو، سیاسي ځپنو او نورو جرمونو اسناد تر لاسه کړل.

دا چاره د سې شنبې پر ورځ د رای اچونې لامل شوه چې ۱۱۱ هېوادونو یې په ملاتړ او ۱۹ یې په مخالفت رای ورکړې. ۵۵ هېوادونو له رای ورکونې ډډه وکړه.

چین او روسیه چې د امنیت په شورا کې د (نه ویلو) واک لري، د وړاندیز پر مخالفت یې رای ورکړې.

"تري تم شوي"

پرېکړه لیک کې د شمالي کوریا د بشري حقونو خراب ریکارډ هم غندل شوی او د امنیت له شورا غوښتل شوي چې د هغو پر وړاندې چې د دغو جرمونو مسولیت لري دې د هدفي بندیزونو په اړه غور وکړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کیوبا، ایران او سوریه د هغو ۱۹ هېوادونو له ډلې دي چې د وړاندیز پر ضد یې رای ورکړې.

مایکل کېربي چې د رپوټ مشري یې پر غاړه ده وویل: "دا د بشري حقونو د دفاع په برخه کې یو مهم ګام دی".

نوموړي وویل: "د جرمونو نړیواله محکمه د امنیت شورا د ملاتړ په صورت کې د شمالي کوریا پر وړاندې ګام پورته کولی شي".

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي به په راتلونکو اونیو کې د دغه وړاندیز په اړه رایه ورکړي.

خو دیپلوماتان وايي چې د شمالي کوریا پخوانی ملګری چین ښايي د امنیت په شورا کې د خپل (نه ویلو) واک په کارولو سره د جرمونو د نړیوالې محکمې مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو رپوټ وايي په شمالي کوریا کې د بشري حقونو حالت "له نورو ټولو د وخت، شدت او ډار په حساب ډېر جدي دی".

رپوټ کې راغلي "پر سیاسي جرمونو تورن په زندانونو کې تري تم شوي او هلته د زور په لوږه، په زور د کار، وژنو، شکنجو، جنسي تېریو او ماشوم زیانولو له سزاګانو سره مخامخ شوي دي".

دغه رپوټ د شمالي کوریا د هغو وګړو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی چې له اوسني رژیمه تښتېدلي دي.

رپوټ وايي "په تېرو پنځو لسیزو کې سلګونه زره سیاسي بندیان په دغو کمپونو او زندانونو کې تري تم شوي دي".

ورته مطالب