د مصر رفح ښار کې ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي

د انځور حقوق b
Image caption د فلسطین له غزې ښار سره پر پوله د مصر رفح ښار کې د سخت دریځو اسلامپالو او د مصري پوځ ترمنځ نښته شوې

مصري طبي سرچینې وايي، له غزې سره پر پوله د مصر سرحدي رفح ښار کې د سخت دریځو اسلامپالو او پوځ ترمنځ په جګړه کې لږترلږه ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي، چې درې په کې ماشومان او درې ښځې هم دي.

د فلسطین له غزې ښار سره پر پوله د مصر رفح ښار کې د سخت دریځو اسلامپالو او د مصري پوځ ترمنځ په نښته کې د درو ماشومانو او درو ښځو په ګډون لږترلږه ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.

مصري امنیتي سرچینې وايي، ولسي وګړي هغه مهال ووژل شول، چې پر یوه کور د توپ هغه مرمۍ ولګېده، چې په وینا یې اسلامپالو د شپې د بندیز پرمهال ویشتلې وه.

وړاندې سرچینو ویلي وو، دا احتمال ډېر دی چې وژل شوي دې د پوځ او اسلامپالو په بریدونو کې په غلطۍ وژل شوي وي، خو وروسته یې دا شونتیا هم لیرې وبلله.

د شپې ګرځبندیز پرمهال، چې د سیناء پر پراخو سیمو د تېر اکتوبر پر ۲۴ مه د سخت دریځو اسلامپالو تر بریدونو وروسته لګول شوی و، لږترلږه ۳۳ مصري پوځيان وژل شويدي.

د دغې تازه پېښې په اړه نه هم د سیمې له اوسېدونکو، نه له طبي ډلو او یا نورو سرچینو سره دقیق معلومات شته.

مصري چارواکو له غزې سره پر پوله د یو کیلومتره په ژوروالي سره یوه جلا سیمه جوړه کړه، چې په مخ کې یې ګڼ کورونه ویجاړ او ونې ووهلې، او ځینې هغه تونلونه یې هم ړنګ کړل، چې له غزې تراډې نه سیناء ته اسلامپالو پکې وسلې قاچاق کولې.

د سیناء اوسېدونکي وايي، حکومت د اوږدې مودې لپاره د دوی سیمه هېره کړې وه، چې په دې لړ کې خلکو د تونلونو له لارې د ژوند لومړي توکي قاچاق کول.

Image caption دا احتمال ډېر دی چې وژل شوي کسان دې د پوځ او اسلامپالو په بریدونو کې په غلطۍ وژل شوي وي

د ۲۰۱۳ په جولای کې د مصر د مخکني منتخب ولسمشر محمد مرسي تر لیرې کېدا وروسته،په سیناء کې د سخت دریځو د بریدونو له پیلېدا راهیسې، د اخوان المسلمین ګوند زرګونه غړي نیول شوي او دغه ډله یې د (ترهګرو) په لیست کې راوستلې ده.

اخوان المسلمین وايي، دا یو سوله ییز ګوند دی، چې په ټاکنو کې یې په غوڅ اکثریت رایې وګټلې.

د بیت المقدس انصار په نامه ډلې، په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت (داعش) له ډلې سره خپل بیعت اعلان کړی.

اد بیت المقدس انصار ډله وخت ـ ناوخته په سیناء کې پر پولیسو او پوځ بریدونه کوي.

دغې ډلې تېره میاشت یوه داسې وېډیو خپره کړه چې د اکتوبر د ۲۴ د برید پلان دوی جوړ کړی و.

ورته مطالب