د ۲ کسانو په وژنه د تورن فلسطیني کور ړنګ کړی شو

د انځور حقوق AFP

اسراییلي پوځ وايي، دوی د بیت المقدس په ختیځ کې د هغه فلسطیني کور ړنګ کړی دی چې تېره میاشت یې د موټر په تم ځای کې د برید په ترڅ کې یوه ځوانه اسراییلۍ مېرمن او یو ماشوم ووژل.

دغه کور په داسې حال کې نړول کېږي، چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي و، د هغو دوو فلسطینیانو کورونه به ړنګ کړي چې پرون یې د بیت المقدس په یوه عبادت ځای کې پنځه تنه ووژل.

ښاغلي نتنیاهو پر اسراییلو د یووالي غږ هم کړی خو وايي، باید قانون په خپل لاس کې وانخلي.

خو فلسطیني چارواکو پر ښاغلي نتنیاهو تور لګولی چې تاوتریخوالی پاروي.

د اسراییلو د عدلیې وزیره تزیپي لیفني بیا ویلي، د فلسطین د ولسمشر څرګندونې ښايي تاوتروالی اوږد کړي.

نوموړې وايي:"کله چې هغه پر فلسطینیانو غږ کوي، چې د الحرم یا الاقصی ساتنه وکړی حال دا چې هغه ساتل شوی دی. اسراییل د غره پر سره د دغه معبد ساتنه کوي نو دا کولای شي چې د تاوتریخوالي لامل شي. زه دا غندم او زه باوري یم چې خبرې د ترهګرو کړنو لامل کیدای شي".

دا هر څه وروسته له هغه تر سره کېږي چې يوه اسراييلي پوليس د سه شنبې په گهيځ(نوامبر ۱۸) بيت المقدس کې د يهوديانو پر يوه عبادتځاي د دوو وسله والو فلسطينيانو له بريده وروسته په يوه روغتون کې ساه ورکړه.

ښاغلي نتانياهو فلسطيني چارواکي او حماس تورن کړل چې دا بريد يې هڅولى دى.

خو فلسطيني چارواکو ښاغلى نتانياهو ملامت کړ، چې وروستي تاوتريخوالي يې هڅولي چې اسراييليان اوفلسطينيان په کې ووژل شول.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما دې بريد ته په غبرگو ن کې ويلي و، دا هم امريکا اوهم اسراييلو ته يوه غميزه ده او د بريد غندنه يې وکړه.

ښاغلي اوباما ويلي و، د وروستي وخت په تاوتريخوالي کې زيات اسراييليان او فلسطينيان وژل شوي دي او له فلسطينيانو او اسرايلييانو دواړويې وغوښتل چې د تاوتريخوالي د کمولو او درولولپاره د گډ کار هڅه وکړي.

ورته مطالب