نتانياهو: له هر "ترهگر" سره به حساب کتاب وکړو

د انځور حقوق Getty

يوه اسراييلي پوليس د سه شنبې په گهيځ بيت المقدس کې د يهوديانو پر يوه عبادتځاي د دوو وسله والو فلسطينيانو له بريده وروسته په يوه روغتون کې ساه ورکړه.

د فلسطينيانو په دې بريد کې څلور اسراييليان وژل شوي و.

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو له اسراييليانو غوښتي دي چې سره يو موټي شي خو قانون په خپلو لاسونو کې وانه خلي.

ښاغلي نتانياهو فلسطيني چارواکي او حماس تورن کړل چې دا بريد يې هڅولى دى.

" موږ به د يوۀ ملت په توگه له هر ترهگر او د هغوى له استونکو سره خپل حساب وکړو. موږ دا ثابته کړې چې داسې کوو. خو هېڅ څوک بايد په خپلسري توگه د قانون پلي کولو هڅه و نه کړي، آن که پارېدلى او وينه يې په خوټېدو وي. موږ د ترهگرۍ پر ضد په داسې يوه اوږدمهاله جگړه کې ښکېل يو چې پيل يې نن نه دى شوى.

دې جگړې د صهيونيستي مبارزې په اوږدو کې موږ بدرگه کړي يو. موږ تل پرې برلاسي شوي يو او دا ځل به هم بريالي کېږو.

داسې کسان شته چې غواړي موږ له خپلې پلازمېنې او هېواده وباسي، دوى به نه بريالي کېږي. موږ د بيت المقدس پر سر په جگړه کې ښکېل يو، زموږ تلپاتې پلازمېنه."

خو فلسطيني چارواکو ښاغلى نتانياهو ملامت کړچې وروستي تاوتريخوالي يې هڅولي چې اسراييليان اوفلسطينيان په کې ووژل شول.

د فلسطينيانو په بريد کې په څلورو وژل شويو کې درې يې امريکايان و.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما دې بريد ته په غبرگو ن کې وويل دا هم امريکا اوهم اسراييلو ته يوه غميزه ده او د بريد غندنه يې وکړه.

ښاغلي اوباما وويل د وروستي وخت په تاوتريخوالي کې زيات اسراييليان او فلسطينيان وژل شوي دي او له فلسطينيانو او اسرايلييانو دواړويې وغوښتل چې د تاوتريخوالي د کمولو او درولولپاره د گډ کار هڅه وکړي.

ورته مطالب