پوتين : امريکا د روسيې د تسليمولو هڅه کوي

د انځور حقوق Reuters

د روسيې ولسمشر ولادېمير پوتين د امريکا متحده ايالتونه تورن کړل چې د روسيې د تسليمولو هڅه کوي.

خوخپل گوند ته د وينا پر مهال ښاغلي پوتين وويل په دې برخه کې نه د چا کومه هڅه بريالۍ شوې او نه به بريالۍ شي.

د هغه دا څرگندونې د ختيځ اوکرايين پر کړکېچ د دېپلوماتيکو هڅو په ترڅ کې راځي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټينمير چې ماسکو کې دى وايي له خپل روسي سيال سرگې لاوروف سره يې هوکړه کړې چې د ختيځ اوکرايين د کړکيچ دهواري لپاره گډ کار وکړي.

خو د جرمني د بهرنيو چارو وزيردا خبردارى هم ورکړ چې د برلين ديوال له نړېدو وروسته د لومړي ځل لپاره اروپا پرڅلورلارې ولاړه ده او د همکارۍ پرځاى د مقابلې له راټوکېدونکي گواښ سره مخامخ ده.

"موږ په يوې څلور لارې کې يو،او په دې بايد خبر اوسو. د برلين ديوال له نړېدو ٢٥ کاله وروسته د خبرو اترو پر ځاى د نه خبرو گواښ را دبره کېږي، د راکړې ورکړې پر ځاى د بيلتون او د همکارۍ پر ځاى د مخالفت"

د روسيې د ولسمشر وياند دېميتري پسکوف د جرمني د بهرنيو چارو وزير خبرو ته په غبرگو ن کې بي بي سي ته وويل چې روسيه دا احساس کوي چې ناټو يې خاوره گواښي. هغه وويل د برلين ديوال تر نړېدو مخکې ناټو روسيې ته دا ضمانت ورکړى و چې پولو ته به يې نه نژدې کېږي خو وايي پر خپلې دې خبرې ونه درېده.

"موږ غواړو دا تضمين تر لاسه کړو چې سل په سلو کې هېڅ څوک ناټو سره د اوکرايين د يو ځاى کېدو فکر نه کوي. موږ غواړو دا واورو چې ناټو د روسيې پولو ته د ځان رسولو او د ځواک انډول ماتولو هڅو ته دوام نه ورکوي. خو په خواشينۍ سره چې دغه راز څرگندونې نه اورو، او دا موږ اندېښمنوي چې ناټو په تدريجي ډول رانېږدې کېږي."

اروپايي اتحاديه پر روسيې تورلگوي چې د ختيځ اوکرايين په روان کړکېچ کې لاس لري او له ياغيانو مالي او پوځي ملاتړ کوي.

ختيځ اواکرايين کې د مينسک د ډزبندۍ له هوکړې سره سره دغلته د روسي پلوه ياغيانواو اوکراييني ځواکونو ترمنځ دوامدارې نښتې روانې دي.

ورته مطالب