په شمالي امريکا کې د واورې توپان ۷ کسان وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې د هوا د سړښت درجه تر صفر هم ټیټې کچې ته لوېدلې ده

د امریکا په شمالي ایالت نیویارک کې ژمني توپان او د واورې اورښت د ریکارډ کچې ته رسېدلی چې له امله یې اوو تنه وژل شوي دي.

چارواکي وايي د شپږ فوټه واورې اورېدو له امله سړکونه د ترافيکو پر مخ تړل شوي دي.

وروسته تر هغه چې توپان د ګریټ لېک سیمه وځپله له کاناډا سره پر پوله د بوفالو ښار یې هم په واورو پټ کړ.

دغلته د واورې د اورښت کچه شاوخوا یو متر او اویا سانتي متره ته رسېدلې ده.

د نیویارک والي اندریو کومو سیمې ته ملي ګارد یا ساتونکي لېږلي چې له بندو پاتې شویو موټر چلونکو سره مرسته وکړي او لار ورته خلاصه کړي.

ښاغلي کومو دا تاریخي پېښه بللې ده.

د بوفالو يو اوسېدونکی وايي حکومت د موټرو په چلولو بنديز لګولی، ځکه له تېرو ۳۶ ساعتونو راهيسې موټر په واورو کې ايسار پاتې دي:

((پر موږ د موټر چلولو بندیز لګول شوی، دوی نه غواړي څوک سړکونو ته ووځي، ځکه هلته ډېر موټر بند پاتې دي. خلک یوه نیمه ورځ په موټر کې بند پاتې شوي نو ځکه دوی غواړي چې خلک سړکونو ته ونه وځي. زه بختور یم چې په بد حالت کې نه یم ښکېل شوی، ځکه لږ وړاندې شپږ فټه واوره شوې او نوره به نن شپه ووریږي)).

د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې د هوا د سړښت درجه تر صفر هم ټیټې کچې ته لوېدلې ده.

د هوا پېژندنې ادارې اټکل کوي چې د پنجشنبې تر ورځې به یو متر نوره واوره هم وشي او د امريکا شمال ختيځې سيمې به وځپي.

ورته مطالب