لومړي وزیر شینزو ابی د جاپان پارلمان منحل کړ

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلی ابی، چې کله دوه کاله وړاندې لومړی وزیر شو، د جاپان لپاره یې ډېر لوی اقتصادي پلان وړاندې کړ

د جاپان لومړي وزیر شینزو ابی پارلمان منحل کړ، چې له لارې یې په دغه هېواد کې چټکو ټاکنو ته لاره اواره شوه.

ټاکل شوې وه، چې په دغه هېواد کې ټاکنې دوه کاله وروسته وشي، خو د لومړي وزیر د دغه ګام له لارې به اوس راتلونکې میاشت تر سره شي.

په جاپان کې د سیمه ییزو رسنیو لخوا تر سره شوې نظر پوښتنې په هېواد کې د لومړي وزیر ملاتړ کم ښيي او خلک پر دې نه پوهېږي، چې ښاغلي ابی ولې له مهالوېشه دوه کاله دمخه د ټاکنو د تر سره کولو پرېکړه کړې.

له دې لارې، ټاکل شوې چې په دغه هېواد کې د دسمبر په نیمايي کې ټاکنې تر سره شي.

که څه هم د ښاغلي ابی محبوبیت کم شوی، اټکل کېږي، چې دی او لېبرال ډموکرات ګوند به یې ټاکنې وګټي.

نوموړي ویلي، که د ده په مشرۍ ایتلاف په پارلمان کې غوڅ اکثریت خپل نه کړي، له خپلې دندې به هم لاس په سر شي.

ښاغلی ابی، چې کله دوه کاله وړاندې لومړی وزیر شو، د جاپان لپاره یې ډېر لوی اقتصادي پلان وړاندې کړ.

که څه هم په لومړیو کې د جاپان ناخالص کورني تولیدات یو څه لوړ شول، خو اقتصاد یې په ټوله کې مخ پر ځوړ روان پاتې شو او په روانه ربعه کې یوه تخنیکي کړکېچ ته ورننوت.

دغه ستونزه په اپرېل میاشتې کې د خرڅلاو مالیو له پینځو نه اتو ته پر لوړولو نوره هم پسې سخته شوه.

ټاکل شوې وه، چې د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر میاشتې کې دغه مالیې لس سلنې ته لوړې شي، خو اوس به لږ تر لږه تر اتلسو راتلونکو میاشتو وځنډول شي.

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلي ابی، له مهالوېشه دوه کاله دمخه د ټاکنو د تر سره کولو پرېکړه کړې

د جمعې په ورځ د کیودو خبري اژانس لخوا د تر سره شوې نظر پوښتنې پایلې ښيي، چې ۶۳ سلنه پوښتل شوي کسان نه پوهېږي، چې ښاغلي ابی ولې د ټاکنو د تر سره کولو پرېکړه کړې.

یوازې ۳۱ سلنه ګډونوالو ویلي، چې دوی د دغه ګام ملاتړ کوي.

یوې بلې نظرپوښتنې بیا د ښاغلي ابی ملاتړ ۳۹ سلنه ښوولی دی.

خو په دغو دواړو نظر پوښتنو کې د نورو پرتله د ده د ګوند ملاتړ پراخ و.

ورته مطالب