په کابل کې د بلجیم سفارت تړل کېږي

د انځور حقوق ISAF
Image caption په کابل کې د بلجیم د سفارت تړل کېدو لامل له افغانستان نه د بلجیم هېواد پوځیانو وتل په ګوته شوي دي

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې به د بلجیم هېواد سفارت وتړي.

په کابل کې د بلجیم سفارت په خپل ویبپاڼه کې یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې راغلي تر لسو کلونو وروسته په کابل کې د بلجیم سفارت د تړل کېدو لامل د بلجیم هېواد د پوځي چارو پای ته رسېدل یاد شوي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان اړوندې د کونسلي چارې به د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د بلجیم سفارت لخوا تر سره کېږي.

بلجیم په افغانستان کې ۵۵ سرتیري لري او اټکل دی چې تر راتلوونکي یوې میاشتې به له افغانستانه ووځي.

د ناتو جګړییز ماموریت چې په ۲۰۰۱ کال پیل شو، بلجیم هم د ناټو د نورو غړو هېوادونو ترڅنګ په ۲۰۰۳ کال کې ورګډ شو او ۵۵۰ سرتیرې یې افغانستان ته واستول چې په کندهار، کندز او کابل کې ځای پر ځای شوي وو.

اوس مهال ۳۴ زره او ۵۱۲ بهرني سرتیري د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې پاتې دي چې تر راتلونکي یوې یا دوو میاشتو کې به یې ډېره برخه له افغانستانه بهر شي.

اټکل دی چې له ۸ تر ۱۲ زره امریکايي سرتیر ي به په افغانستان کې پاتې شي او افغان ځواکونو ته د مشورې ور کولو په برخې کې به خپلې نوې چارې پیل کړي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په کابل کې به د بلجیم سفارت د ۲۰۱۵ کابل د جنورۍ میاشت په پای کې خپلې چارې پای ته ورسوي.

په افغانستان کې د بلجیم سفارت د تړل کېدو طرحه د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر دیدیر ریندرس لخوا وړاندې شوې، همدارنګه د کاناډا په تورنتو ښار کې د بلجیم کونسلګري هم تړل کېږي.

ورته مطالب