ايران او امريکا د تهران اټومي لانجې ته نوې لارې لټوي

د انځور حقوق AP
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د نوموړي ایراني سیال جواد ظریف د داسې وړاندیزونو پر چمتو کولو غور کوي، چې وروسته به دواړو حکومتونو ته وړاندې شي

د راپورونو له مخې، ایران او امریکا په ویانا کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د روانو خبرو اترو د لانجمنو ټکو د اواري لپاره پر نویو وړاندیزونو کار کوي. د سرچینو په خبره، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د نوموړي ایراني سیال جواد ظریف د داسې وړاندیزونو پر چمتو کولو غور کوي، چې وروسته به دواړو حکومتونو ته وړاندې شي.

تر دې وړاندې ښاغلي کیري له ویانا نه د بېرته روانېدو پلان له دې کبله وځنډاوه، چې د دوشنبې د ورځې پر ټاکل شوې وروستۍ نېټه له ایران سره د یوې دایمي هوکړې رامنځته کېدو ته لاره اواره کړي.

د ایران د اټومي پروګرام په اړه لنډمهالې هوکړه تېر کال شوې وه، چې د ویانا د روانو خبرو له لارې په دې اړه د دایمي هوکړې هڅه کېږي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د دواړو خواو تر منځ لا هم جدي مخالفتونه پر ځای پاتې دي، خو په وینا یې امریکا یې د اواري هڅه کوي.

یو کال مخکې ایران د نړۍ له شپږو هېوادونو امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین سره موافقه وکړه چې د لویدیځ له خوا پر ایران د بندیزونو د نرمولو په صورت کې به د یورانیمو د غني کولو چارې محدودې کړي.

د ایران د ولسمشر په توګه د حسن روحاني تر ټاکل کېدو وروسته ایران ژمنه وکړه، چې د بندیزونو د نرمولو په بدل کې به د ملګرو ملتونو د اټومي څار له ادارې سره لا ډېره همکاري وکړي.

که څه هم له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه یې په خبرو کې پرمختګ شوی خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي و، چې لا هم تشې شته.

د انځور حقوق b
Image caption ایران په خپلو ځینو اتومي تاسیساتو کې د مشکوکو فعالیتونو په اړه پوښتنو ته په ځواب ویلو کې پاتی راغلی

له ایران سره په خبرو کې تر ټولو جدي موضوع دا ده، چې ایران تر کومې کچې یورانیم غني کولای شي او څومره ژر به د لویدیځ له خوا پر ایران لګېدلي بندیزونه لري شي.

ویل شوي و، چې د خبرو بهیر به د ملګرو ملتونو د اټومي څار د ادارې له خوا د یوه وروستي رپوټ له امله لا پیچلی شي.

په دغه رپوټ کې ویلی شوي و، چې ایران په خپلو ځینو اتومي تاسیساتو کې د مشکوکو فعالیتونو په اړه پوښتنو ته په ځواب ویلو کې پاتی راغلی دی.

ایران او امریکا

ورته مطالب