کېنيا کې وسلوالو د يوه بس موټر ۲۸ سپرلۍ وژلې دي

د انځور حقوق bb
Image caption الشباب په هغو سیمو کې د سخت دریځو په نامه پېژندل شوي

په کېنيا کې پوليس وايي، مشکوکو "الشباب'' وسله والو له سوماليا سره پر پوله د يوه بس موټر ۲۸ سپرلۍ وژلي دي.

د پوليسو لوړپوړي چارواکي وايي، بس موټر په منديرا سيمه کې داسې مهال يرغمل شوی چې د کېنيا پلازمېنې نیروبي ته پر لار و.

ويل کېږي د مساپرو له منځه غير مسلمان وګړي جلا شوي او بيا په ډزو وژل شوي دي.

ځينې راپورونه وايي، هغه کسان وژل شوي دي، چې د قرانکريم تلاوت يې نه شوای کولای.

له هغه راوروسته، چې کېنيا په ۲۰۱۱ کال کې سوماليا ته ځواکونه واستول په دغه هېواد کې د ډېرو بريدونو پړه پر الشباب ډلې اچول شوې ده.

الشباب ډله د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۶ کال د اسلامي محاکمو د یوې ټولنې په همکارۍ د سخت دریځو ځوانانو د یوه تنظیم په بڼه راڅرګنده شوه، چې د ایتوپیا له ځواکونو سره له دې کبله وجنګېدل، چې ګني د کمزوري عبوري حکومت ملاتړ لپاره دغه هېواد ته ننوتي دي.

ګڼ رپوټونه شته، چې د سومالیا الشباب وسله والو لیکو کې ګڼ بهرني جهادیان هم جنګېدل.

الشباب په هغو سیمو کې د سخت دریځو په نامه پېژندل شوي، چې پرې واکمن دي، په دې لړ کې یې د زنا په تور ښځې هم سنګسار کړې او د غلو لاسونو یې غوڅ کړي دي.

ورته مطالب