"د ۲۸سپرلیو وژنه د مذهبي جګړې د پیلولو په موخه شوې"

د انځور حقوق b

د کینیا د ولسمشر اوهورو کینیاتا یوه سلاکار ویلي، د وسله والو له خوا د یوه بس د ۲۸ سپرلیو وژنه په دغه هېواد کې د مذهبي جګړې د پیلولو په موخه شوې ده.

عبد القادر محمد له بي بي سي سره په خبرو کې پر خپل ولس غږ وکړ، چې د ټولو دینونو پیروان دې د ده په خبره د دا ډول بوږنوونکو جرمونو پر وړاندې یو موټی شي.

د سومالیا د الشباب ډلې وسله والو د دغه بس هغه مساپر له نژدې واټنه په ډزو ویشتي وو، چې د قران کریم ایتونه یې نه وو زده.

ښاغلي محمد وویل، دا څرګنده ده، چې بریدګر غواړي په دا ډول کړنو د کینیا خلک سره ووېشي.

الشباب ډلې ویلي، دغه کار یې په دې وروستیو کې د کینیا د امنیتي ځواکونو له خوا په ساحلي ښارګوټي مومباسا کې د مسلمانانو د وژنې په غبرګون کې کړی دی.

د کينيا پوځ ويلي، دوی لا له وړاندې دې پېښې ته په غبرګون کې د سوماليا خواته پر پوله هغه کمپ ويجاړ کړی چې د الشباب جنګياليو کاراوه.

پرون شنبه (نومبر ۲۲) په رپوټونو کې راغلي و، چې مشکوکو "الشباب'' وسله والو له سوماليا سره پر پوله د يوه بس موټر ۲۸ سپرلۍ وژلې دي.

له هغه راوروسته، چې کېنيا په ۲۰۱۱ کال کې سوماليا ته ځواکونه واستول په دغه هېواد کې د ډېرو بريدونو پړه پر الشباب ډلې اچول شوې ده.

الشباب ډله د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۶ کال د اسلامي محاکمو د یوې ټولنې په همکارۍ د سخت دریځو ځوانانو د یوه تنظیم په بڼه راڅرګنده شوه، چې د ایتوپیا له ځواکونو سره له دې کبله وجنګېدل، چې ګني د کمزوري عبوري حکومت ملاتړ لپاره دغه هېواد ته ننوتي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption الشباب ډلې ویلي، دغه کار یې په دې وروستیو کې د کینیا د امنیتي ځواکونو لخوا په ساحلي ښارګوټي مومباسا کې د مسلمانانو د وژنې په غبرګون کې کړی دی

داسې ډېر راپورونه شته، چې د سومالیا الشباب وسله والو لیکو کې ګڼ بهرني جهادیان هم جنګېدل.

الشباب په هغو سیمو کې د سخت دریځو په نامه پېژندل شوي، چې پرې واکمن دي، په دې لړ کې یې د زنا په تور ښځې هم سنګسار کړې او د غلو لاسونو یې غوڅ کړي دي.

ورته مطالب