استرالیایۍ مور د خپل ماشوم د وژنې د هڅې په تور نیول شوې

د انځور حقوق b
Image caption دغه کوچنی د سایکل ځغلوونکو لخوا په داسې حالت کې موندل شوی، چې دوی په لومړي سر کې فکر کړی و، چې ګواکې د ځمکې لاندې له لښتي نه د پیشو د بچي چیغې راځي

په استرالیا کې یوه دېرش کلنه ښځه د خپل نوي زېږېدلي ماشوم د وژنې د هڅې په تور نیول شوې ده.

دغه ماشوم د اوبو په یوې نالې کې اچول شوی و او د ژړا تر اورېدو وروسته د سایکل ځغلوونکو لخوا ژغورل شوی دی.

که له یوې خوا دا د انساني ژوند ارزښت ته د بېپامۍ یوه بوږنوونکې بېلګه بلل کېږي، له بلې خوا د تکلیف د ګاللو یوه کمسارې پېښه هم ده.

د پلټونکو په وینا، دغه کوچنی د استرالیا په سیډني ښار کې د یوه لوی سړک تر څنګ د باراني اوبو د ځمکې لاندې یوه لښتي کې پرېښودل شوی و او پینځه ورځې پرې تېرې شوې وې.

د پولیسو لوړپوړي چارواکي وايي، دا چې په سیډني کې نن سبا د تودوخې کچه څلوېښتو درجو ته رسي، که دا ماشوم نور هم هلته پاتې شوی وای، د ژغورنې شونتیا یې ډېره کمه وه.

دغه کوچنی د سایکل ځغلوونکو لخوا په داسې حالت کې موندل شوی، چې دوی په لومړي سر کې فکر کړی و، چې ګواکې د ځمکې لاندې له لښتي نه د پیشو د بچي چیغې راځي.

کله چې یې د سیمټي تختو لاندې کتلي وو، دا ماشوم یې لیدلی و.

دا کوچنی هلک یوازې د کابو یوې اونۍ دی او د خوړو او اوبو د نشتوالي له کبله ډېر کمزوری شوی دی.

د کوچني روغتیايي وضعیت که څه هم سخت دی، خو د چارواکو په وینا د مرګ وېره یې اوس کمه ده. دی اوس د استرالیا د کوچنیانو په یوه ښه روغتون کې دی او د پالنې چارې یې د دولت په لاس کې دي.

د دغه کوچني دېرش کلنه مور د ده د وژنې په هڅه تورنه شوې ده. قضیه یې محکمې ته وړاندې شوې او ټاکل شوې، چې د روانې اونۍ په اوږدو کې به یې نور بهیر روان پاتې شي.

خو ټولنیزو فعالانو ویلي، چې دغه مور چې مرګ ته د خپل کوچني پر پرېښودو اړه شوې، باید و نه ترټل شي او په وینا یې په کار ده، چې خواخوږي ورسره وشي.