د امريکا د دفاع وزيرچک هېگل له دندې استعفا وکړه

د انځور حقوق Reuters

د امريکا د متحده ايالتونو د دفاع وزيرچک هېگل له خپلې دندې استعفا کوي.

ولسمشراوباما وويل استعفا د دوه اړخيزې موافقې له مخې شوې او د گټورو سلامشورو له کبله يې د هغه ستاينه وکړه.

خو واشنگټن کې ځينې چارواکي وايي د هغه د استعفا لوى دليل دادى چې هغه ونشو کړاى چې د ولسمشر اوباما د بهرنۍ تگلارې په کړۍ کې نفوذ وکړي.

جاويد کوټوال پرې دا رپوټ لري

د رپوټونو له مخې چک هېگل پردغې دندې لا دوه کاله نه و تېرکړى چې د ولسمشراو دهغه د نژدې کړۍ له لوري استعفا ته اړکړاى شو.

د سپېنې ماڼې وياند وويل د ېوې مياشتې راهيسې ولسمشر اوباما او د دفاع وزير سره په تماس کې و او پاى کې دې نتيجې ته ورسېدل چې پنتاگون نوي مشرتابه ته اړتيا لري.

د رپوټونو له مخې ولسمشراوباما عراق او سوريه کې د اسلامي دولت د اورپکو په څير له نړيوالو بحرانونو سره د اغيزمن چلن په موخه د ملي امنيت په ټيم کې بدلون ته اړتيا لېدله او پيل يې په کابينه کې له دغه مهم بدلونه وکړ.

داسې هم ويل کېږي چې د څه مودې راهيسې د ښاغلي هېگل او د ولسمشر اوباما د ادارې چارواکو ترمنځ پوهاوى تت اوستونزمن و او دغه جمهوريت غوښتونکى په دې نه بريالى کېده چې د دفاع وزارت لپاره خپل لرلېد او پاليسي په سمه توگه بيان کړي.

ښاغلي اوباما په سپينه ماڼې کې د يوشمېر چارواکو په وړاندې ښاغلى هېگل وستايه او ويې ويل چې د بل وزير ترموندلو به خپلې دندې ته دوام ورکوي.

" ښاغلى هېگل نژدې دووکلونو راهيسې يو مثالي دفاع وزيرو او داوږدې مودې ستراتيژۍ په نوي کولو کې يې ډېره مرسته کړې ده. هغه هم په داسې يو حالت کې چې موږ د اسلامي ډلې اوايبولا له لوري رامنځته ته شوي گواښ ته ځواب وايه ."

ښاغلى هېگل چې يو جمهوري غوښتونکى سناتور و نژدې دوه کاله وړاندې په داسې حال کې د دفاع وزيرپه توگه کار پيل کړچې په عراق او په افغانستان کې جگړې د پاى ته رسېدو په حال کې وي او دپنتاگون د بودجې د کمولو پرېکړه شوې وه .خو دوه کاله وروسته نړيوالوکړکېچنو د دفاع وزارت دنده سخته او پيچلي کړې ده.

ورته مطالب