د ايبولا ضد واکسين ازموېنې هيله مند کوونکې نتيجې

د انځور حقوق AP

ساينسپوهانو د ايبولا ضد واکسين له يوې ازموېنې ترلاسه شويو نتيجو هرکلي کړى دى او ويلي دي چې درمل خوندې ښکاري او کېدى شي چې د وجود له دفاعي سيستم سره مرسته وکړي چې وايروس په نښه کړي.

دايبولا پرضد د واکسين جوړولو د بيساري سيالۍ په ترڅ کې د امريکا په متحده ايالتونو کې شلو داوطلبانو ته دغه واکسين لگول شوى دى او درملو وجود کې دفاعي وړتيا ډېره کړې چې د وايروس په وړاندې مبارزې کې مهم گام دى.

د ايبولا ضد دغه واکسين د گلکسو سميټ کلاين کمپنۍ له لوري تجربه شوى دى.

د کمپنۍ اجراييه ريس اندريو ويتي وايي دغه نتيجې هيله مند کوونکي دي.

" فکر کوم دا د یوه ښه پیل نښه ده. دا چې څومره به مهم وي، د دې لپاره باید په راتلونکواوونیو اومیاشتو کې ټول مالومات راټول او منظم کړو. خو دې پایلو یقیناً چې موږلا ډېر هیله من کړي یو. که دا ټوله آزموینه بریالۍ شي نو بیا به وکړای شو چې د دې واکسین لپاره جواز ترلاسه کړو. اوس پردې بوخت یو چې څرنګه یې د تولید کچه لوړولای شو. د راتلونکي کال تر دویمې نيمایي پورې به موږ د دې توان ولرو چې دا واکسین په لویه کچه تولید کړو، د ميلیونونو په شمېر"

څيړونکي وايي د درملو د اغيزمنتوب په اړه دا نتيجې ډېرې پخې نه دي، خو وايي که نورې وړې تجربې بريالۍ ثابتې شي نو د ايبولا واکسين به له راتلونکې جنورۍ جنوبي افريقا کې زرگونو روغتيايي کارکوونکو ته ولگول شي .

د دې څيړنو نتيجې د نوي انگلنډ په روغتيايي مجلې کې خپرې شوي دي.

بل لور ته د روغتيا نړيوال سازمان وايي تېره اوونۍ جنوبي افريقا کې د ايبولا تر شپږ سوه ډېرو ثبت شويو پېښو نيمايي يې په سرياليون کې و.

په همدې حال کې د سرياليون د اطلاعاتو وزير الفا کانو خبريالانو ته وويل چې د هېواد لپاره يې ناوړه حالات په دې پاى رسېږي چې د درملنې نوي مرکزجوړېدل بشپړېدو ته نژدې دى.

ښاغلي کانو وويل حکومت پر دې غور کوي چې په کورونوکې د خلکو د ايسارولو د سيپټمبر مياشتې تجربه يو ځلي بيا تکرار کړي.

ورته مطالب