نایجریا کې دریو چاودنو ګڼ کسان وژلي

Image caption یوه عیني شاهد بي بي سي ته وویل ده شاوخوا ۵۰ مړي شمېرلي خو دغه شمېرې لا تر اوسه تاید شوې نه دي.

راپورونه وايي د نایجریا د کانو ښار تر ټولو ستر جومات کې د جمعې ورځې د لمانځه پر مهال دریو چاودنو ګڼ کسان وژلي دي.

دغه مرکزي جومات د کانو ښار د امیر او هلته د مسلمانانو اغېز لرونکی مشر محمد سانسوي ماڼۍ ته نږدې موقعیت لري.

امیر سانسوي په دغه جومات کې د لمانځه مشري کوي خو اوسمهال په سعودي عربستان کې دی.

یوه عیني شاهد بي بي سي ته وویل ده شاوخوا ۵۰ مړي شمېرلي خو دغه شمېرې لا تر اوسه تاید شوې نه دي.

په رپوټونو کې ویل شوي چې وسله والو کسانو په شمالي ښار کې له چاودنو وروسته ډزې پیل کړې.

د بوکو حرام اورپکې ډلې څو ځلې د نایجریا په شمال کې د هېواد تر ټولو ستر ښار په نښه کړی دی.

روانه میاشت کې د ښار امیر سانسوي پر خلکو غږ کړی و چې د بوکو حرام ډلې پر وړاندې له خپلو ځانونو دفاع وکړي.

له لمونځ وروسته په یوه غونډه کې نوموړي ځايي خلکو ته ویلي وو: "هغه څه تر لاسه کړئ چې تاسو پرې خپله دفاع وکړای شئ".

د پولیسو یوه ویاند ویلي وو د امیر څرګندونې د "انارشي" معنا لري او باید عمل پرې و نه شي.

امیر چې د سږ کال تر پیله هم د نایجریا د مرکزي بانک مشر و، عموما پر سیاسي مسایلو چوپتیا غوره کوي.