د سودان قبیلوي شخړو کې"۱۳۳ کسان وژل شوي"

د انځور حقوق Reuters

رپوټونه وايي، د سودان په لویدیځ په تېلو بډایه کردفان وایت کې د یوې قبیلې د دوو خېلونو ترمنځ نښتو کې لږترلږه ۱۳۳ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د المسیریة قبیلې مشر مختار بابو نمر وايي، د قبیلې د (اولاد عمران او الزیود) د دوو خېلونو ترمنځ نښته د ځمکې د ملکیت پرسر راپورته شوه.

دغه نښته له جنوبي سودان سره پر پوله په الکویک سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

بابو وايي، دواړو خواوو په جګړه کې له درنو وسلو کار اخیستی دی.

د فرانسې خبري اژانس د یوه بل قبیلوي مشر له خولې ویلي، چې نښته د تېرې یکشنبې له ورځې راهیسې پیل شوې چې تر وسه دوام لري.

دغه قومي مشر دا هم ویلي:"تر تېرې شپې پورې حکومتي ځواکونه د دواړو جګړه مارو ډلو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره لا نه وو راغلي."

د سودان حکومت د کورنۍ جګړې پرمهال د نورو قبیلو سربېره، المسیریة قبیلې ته وسلې ورکړې دي.

په سودان کې ګڼې قبیلې د ځینو حاصل خېزو ځمکو او له تېلو د بډایه ځمکو پرسر په شخړو کې له وسلو کار اخلي.

ورته مطالب