د مثانې سرطان لپاره نوي درمل جوړېـږي

په بريتانیا کې ډاکټران وایي، چې د سرطان د بېلابېلو ډولونو د مخنیوي لپاره یې یو ډول ازمېښتي درمل چمتو کړي، چې تر دې دمه یې په ځینو ناروغانو کې مثبته پایله ورکړې.

دوی وایي، د دې درملو ځانګړتیا دا ده چې سرطاني حجرې رابرسېره کوي او د بدن دفاعي سیستم بیا په آسانۍ سره کولای شي چې دا حجرې له منځه یوسي.

دا درمل پر ۶۸ داسې ناروغانو ازمول شوي چې د مثانې پر سرطان اخته وو، او ډاکټرانو یې د ژوند په اړه یوازې څو میاشتې وخت ورکړی و.

د دې درملو تر کارولو وروسته له دې ډلې نیمایي ناروغانو مثبته پایله وښوده، او روغتیایي وضع یې تر یوه بریده بهتره شوه.

دوه ناروغان داسې هم وو چې تر دې درملنې وروسته یې سرطان په بشپړ ډول ښه شو.

د لندن د (کوین مېري) پوهنتون د سرطان پېژندنې د برخې استاد، ډاکټر ټام پاولز وایي چې په تېرو دېرشو کلونو کې د مثانې د سرطان د درملنې لپاره هېڅ کوم نوي درمل نه وو جوړ شوي.

نوموړی وایي چې د دې نوې درملنې پر مټ اوس په مثانه کې د سرطان د حجرو په نښه کول شونې دي.

ټاکل شوې ده چې دا درمل اوس په لوی شمېر کې پر نورو ناروغانو و ازمويل شي.

که د دې ازموینې پایلې هم مثبتې وې نو امکان شته چې د ۲۰۱۵ کال تر پایه دا درمل په امریکا کې په لویه کچه تولید او په بازار کې وپلورل شي.

دا چې په اروپا کې به ناروغان څه وخت دې درملو ته لاس رسی ولري، د دې لپاره باید لا ډېرې او لویې ازموینې ترسره شي.

ورته مطالب