ترکيې ته د پاپ فرانسيس سفر

د انځور حقوق Getty

پاپ فرانسيس په درې ورځني سفر نن جمعه د (ليندۍ ٧) ترکيې ته رسېږي. دى به يوه ورځ په انقره کې پاتې شي او د نورو ترڅنگ به د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره وگوري او بيا به د نورو مذهبونو له مشرانو سره د خبرو لپاره استانبول ته لاړ شي.

دى څلورم پاپ دى چې له ترکيې کتنه کوي.

د نړۍ تر يو ميليارد ډېرو کاتوليکانو مشر داسې يوه هېواد ته سفر کوي چې يو مهال د نړۍ د ارتدوکس مسحيانو مرکزو. خو نن نژدې په بشپړ ډول يو اسلامي هېواد دى. نو په دې ډول ترکيې ته د پاپ دغه سفر سمبوليک ارزښت لري.

ترکيه د اروپا چې ډېرى خلک يې مسحيان دي او منځني ختيځ ترمنځ چې ډېرى وگړي يې مسلمانان دي يو پل دى.

په لوى احتمال سره چې پاپ به دغلته په خپلو ويناوو کې د بېلو بېلو مذهبونو ترمنځ پر خبرو اترو ټينگار وکړي.

پاپ به لومړى نړيوال شخصيت وي چې د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان په زر خونېزې لانجمنې ماڼۍ کې ترې هرکلى وشي.

وروسته به دى استانبول ته سفر وکړي چې د درې ميليونه ارتدوکس مسحيانو له مشر سره وگوري.

د پاپ دا سفر د خير ښيگڼې اړخ هم لري. تمه کېږي چې پاپ د کډوالو پر برخليک هم وغږېږي چې ترکيه اوس مهال د يو اعشاريه شپږ ميليونه سوري کډوالو کوربه ده.

ترکيه د پاپ د کتنې لپاره په دې يو طبیعي ځاى دى چې دلته دين او امپراطورۍ ټکر کړى. خو نن دې هېواد کې چې ٨٠ ميليونه وگړي لري يوازې ١٢٠٠٠٠مسحيان به له پاپ هرکلى وکړي.