حسني مبارک ته د برائت ورکولو خلاف احتجاج

د انځور حقوق b
Image caption پخواني ولسمشر حسني مبارک ته له دې مخکې د عمري زندان سزا ورکړله شوې وه

د مصرۍ محکمې لخوا پخواني ولسمشر حسني مبارک ته د برائت ورکولو له پرېکړې وروسته پرون (نوامبر ۲۹) د مصر په پلازمېنه قاهره کې نژدې ۲۰۰۰ کسانو لاریون وکړ.

رپوټونو کې ویل شوي، د دغه لاریون ګډونکوونکو هاغه مهال له پولیسو سره لاس او ګرېوان شول، چې پولیسو هڅه کوله د دوی د تیت پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکې ګازه کار واخلي.

مصر کې یوې محکمې پر پخواني ولسمشر حسني مبارک، د ۲۰۱۱ کال عرب پسرلي پاڅون پر مهال د سلګونو کسانو وژنې کې د ښکېلتیا لګیدلي ټول تورونه لرې کړي دي.

ښاغلي مبارک ته اصلاً د عمري زندان سزا ورکړله شوې وه، خو له یوې دویمې محاکمې وروسته بې ګناه وبلل شو.

بل خوا د مبارک پلویانو د محکمې له پرېکړې وروسته خوښي څرګنده کړه او بهر لارو کوڅو ته د خوښۍ څرګندولو لپاره ووتل.

سامح ابو ارایس، چې اقتصاد پوه دی او مصر کې یې د مبارک زامن نومي ملاتړې ډله رامنځته کړې. وايي، د محکمې پرېکړې نه دی حیران کړی.

سامح ابو ارایس وايي:"ما همداسې تمه کوله، زه په دې باور وم چې ولسمشر مبارک بې ګناه دی، هغسې چې ادعا کېده، هغه د خلکو د وژلو امر نه دی کړی او زه په دې باور یم، چې د جنورۍ میاشتې پاڅون پر مهال اسلامي ملېشو بریدونه کړي دي، په ځانګړي ډول اخوان المسلمون، چې وکولای شي خلک د مبارک رژیم پر خلاف ولمسوي، حکومت نسکور کړي او دوی واک ته ورسيږي، چې مصر په یوه اسلامي هېواد بدل کړي."

پر ښاغلی مبارک هغه لګېدلي تورونه هم لرې کړل شول، چې اسراییلو ته د ګازو صادرولو لړ کې د مالي فساد کولو په اړه پرې لګېدلي وو.

د دغه هېواد د کورنیو چارو پخوانی وزیر حبیب العدلي او یو شمېر نور پخواني لوړپوړي چارواکي هم بري اعلان شوي دي.

ورته مطالب