لبنان کې د 'اسلامي دولت' د مشر مېرمن او زوی نیول شوي

البغدادي د انځور حقوق AP
Image caption البغدادي یا ''اسلامي دولت'' تر دې مهاله ددغې نیونې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د لبنان امنیتي سرچینو ویلي، له سوریې سره پر پوله یې د "اسلامي دولت" د مشر ابو بکر البغدادي یوه مېرمن او یو زوی نیولي دي.

لبناني امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا نیونه په تېرو څو ورځو کې شوې ده.

چارواکو د نیول شوې مېرمنې د نوم او تابعیت له ښودلو ډډه کړې ده، خو وايي، چې نیول شوې د البغدادي یوه مېرمن ده.

بل خوا، د لبنان "السفیر" ورځپاڼې ویلي، پوځ له "بهرنیو استخباراتي سازمانونو سره په همغږۍ" د البغدادي د مېرمنې د نیولو عملیات کړي دي.

ورځپاڼې دا هم ویلي، چې اوس د لبنان دفاع وزارت کې له نیول شویو پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

د ورځپاڼې په حواله، د البغدادي دغې مېرمنې په یوه جعلي پاسپورټ له خپل یوه زوی سره غوښتل له پولې واوړي.

''اسلامي دولت'' یا البغدادي د لبنان ددغې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د "اسلامي دولت" ډله دا مهال د سوریې او عراق پر پراخو سیمو واکمنه ده.

دغې ډلې د "اسلامي خلافت" تر اعلانولو وروسته پراخ عملیات او جګړې پیل کړي دي.

لبناني چارواکو پخپل قلمرو کې د "اسلامي دولت" د ملاتړو پرضد عملیات پیل کړي، او استخباراتي سازمان پر سرحدي سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره ټینګ ګامونه اخیستي دي.

لبناني چارواکو په وروستیو میاشتو کې یوشمېر هغه "سخت دریځي اسلامپالي" نیولي، چې له سوریې سره پر پراته دغه ګاونډي هېواد کې یې د "اسلامي دولت" د اغېز ډېرولو په پلمه فعالیتونه کول.

د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف هڅه کوي، چې په سوریه او عراق کې د "اسلامي دولت" فعالیتونه محدود او دغه ډله وځپي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption لبناني ځواکونه د 'اسلامي دولت'' له ملاتړو او د ''النصرت جبهې'' له جنګیالیو سره په جګړه بوخت دي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ''اسلامي دولت'' او ''النصرت جبهې'' نژدې ۲۰ لبناني پوځيان یرغمل کړي دي

امریکايي ولسمشر د البغدادي په مشرۍ د دغې ډلې د له منځه وړلو ژمنه کړې ده.

البغدادي، چې عراقي تابعیت لري، تېره میاشت په یوه وینا کې د سعودي عربستان د چارواکو پرضد د بریدونو غوښتنه کړې وه.

هغه پخپله وینا کې ویلي، خلافت به یې په سعودي عربستان او څلورو نورو عربي هېوادونو کې خپور شي.

نوموړي دا وینا د تېرې نومبر میاشتې پر ۱۳ کړې وه.

ورته مطالب