فرانسوي پارلمان د فلسطين حکومت په رسمیت پېژندلی

د انځور حقوق .
Image caption د فرانسې د عمومي اسمبلۍ ۳۳۹ غړو د تایید او ۱۵۱ یې د رد رایې ورکړې.

د فرانسې پارلمان پخپل لومړي سمبولیک ګام کې د فلسطین حکومت په رسمیت پېژندلی دی.

وړاندې د بریتانیا او اسپانیا حکومتونو هم د فلسطین حکومت په سمبولیک رسمیت پېژندلی و، چې ددواړو هېوادونو پارلمانونو پرې موافقه کړې وه.

د فلسطیني ادارې چارواکو د فرانسې دغه ګام ستایلی دی، خو غوښتنه یې دا ده چې ددغې رای اچونې پایلو ته د عمل جامه ورواغوندي.

اسرائیلو پر پاریس نیوکه کړې ده، چې ګني دا د سولې په بهیر کې خنډ او ځنډ رامنځ ته کول دي.

د فرانسې د عمومي اسمبلۍ ۳۳۹ غړو د تایید او ۱۵۱ یې د رد رایې ورکړې.

فرانسه په نړۍ کې یو له هغو لویو هېوادونو دی، چې مسلمانانو او یهودانو ته یې پخپله لمن کې ځای ورکړی دی، چې په منځني ختيځ او په تېره بیا په تېر اوړي کې پر غزې د اسرائیلي تېري په اړه د مسلمانانو او یهودانو ترمنځ ځینې شخړې هم رامنځ ته شوې دي.

اسرائیلو د پاریس له خوا د فلسطیني حکومت په سمبولیک رسمیت پېژندل یو "خام ګام" بللی دی.

په داسې حال کې چې د نړۍ زیاترو مخ پر ودې هېوادونو د فلسطین حکومت په رسمیت پېژندلي، خو د لوېدیځ اروپا زیاتره هېوادونه د اسرائیلو او امریکا د هغه دریځ ملاتړ کوي، چې د یوه خپلواک فلسطیني حکومت جوړېدل باید له اسرائیلو سره تر خبرو او موافقې وروسته رامنځ ته شي.

د انځور حقوق .
Image caption اسرائیلو د پاریس له خوا د فلسطیني حکومت په سمبولیک رسمیت پېژندل یو "خام ګام" بللی دی.

خو اروپايي هېوادونه تر ډېره اسرائیلو ته د نهیلۍ په سترګه ګوري، ځکه چې اسرائیلو څو ځلې له فلسطینیانو سره د سولې او اوربند تړونونه مات کړي دي.

اسرائیلو د تړون خلاف په فلسطیني خاوره او لوېدیځه تراډه کې اسرائیلي مېشت ځایونه جوړوي.

سویډن او د لوېدیځې اروپا ځینو هېوادونو د فلسطین حکومت په رسمیت پېژندلی، آیرلنډ هم د بریتانیا ترڅنګ ورته ګام اخیستی دی.

ورته مطالب